د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې سیاسي اتحاد له حکومته د ناامنيوو د مخنيوي غوښتنه کړې ده


امنيتي ځواکونه په باړه کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه
امنيتي ځواکونه په باړه کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه

د خیبر ضلعې باړې سیاسي اتحاد مشرانو پر حکومت غږ کړی چې په ناامنۍ سترګې پټې نه کړي او د وسله والو د بیا منظمېدو مخه دې ونیسي.

د باړې سیاسي اتحاد یوه مشر صدیق خان اپریدي د دیسمبر په ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې سوداګرو او کاروباریانو ته وسله وال د پیسو لپاره ټيليفونه کوي او په مرګ یې ګواښي. هغه زیاته کړه چې حکومت بايد د دې کارونو مخه ونیسي او خلکو ته امنيت برابر کړي.

هغه زیاته کړه: "باړې ته خلک له یوې اوږدې کډوالۍ وروسته ستانه شوي دي. له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې حالات ښه شوي وو. "په ۲۰۲۲ کال کې امنيتي حالات تر دې حده خراب شول چې وسله والو اوس سوداګرو او کاروباریانو ته د بتې يا قلنګ لپاره ټيليفونونه پيل کړي دی." نوموړي وويل چې د وسله والو د ګواښونو له امله خلک اوس پېښور ته په کډه کولو مجبوريږي.

په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څو میاشتو راهیسې ناامني زیاته شوې ده. د خیبر ضلعې په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خلکو د ناامنۍ مسلې ته د حکومت پام اړولو لپاره مظاهرې، جرګې او جلسې کړې دي.

د باړې سیاسي اتحاد یو بل غړي مراد ساقي مشال راډيو ته وويل چې دوی فکر کړی وو چې بیا به حالات نه خرابیږي خو اوس امنيت ګډوډ دی. "مونږ فکر کاوه چې امن شو او د باړې بازار به ورسره روان شي خو داسې ونه شول. نن سبا پکې یوازې د سبزیو، میوو او د ورځني ژوند د ضرورت شیان شته خو لوی کاروبار پکې شروع نه شو او د دې لوې لامل بد امني ده."

په باړه کې خوا وشا یوه لسیزه د وسلوالو ډلو پرضد عملیات شوي وو او دا سیمه په ۲۰۱۶ کې د وسلوالو پاکه ګرځول شوې وه. خو په دې وروستیو کې هلته یو قومي مشر، د پولیسو ځیني سرتيري او ولسي وګړي وژل شوي دي.

د باړې یو مشر بازار ګل اپریدی وایي چې کله په ۲۰۱۸ کال کې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوې نو هيله دا وه چې امنيت به ښه شي خو داسې ونه شول. هغه پر حکومت غږ وکړ چې د امنيت لپاره دې ګامونه واخلي. "د موجوده نامنۍ له امله پرمختیایی کارونه په ټپه ولاړ دي. د ورانو سرکاري سکولونو د بیا رغولو کار هم په نیمايي کې پاتې دي. امنيت برابرول د ریاست ذمه واري ده.‌ بايد پوره یې کړي."

خو د خیبر پښتونخوا چارواکي ادعا کوي چې دوی د امنيت برابرولو لپاره ټينګ ګامونه اخیستي دي. د خیبر ضلعي پولیسو مشر محمد عمران له دفتره د دسمبر په ۲۵ نیټه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په ټوله ضلع کې یې د لټون عمليات کړي او يو شمير مشکوک کسان یې نيولي دي. د هغه په وينا د خلکو خوندي ساتلو لپاره یې پر چيک پوسټونو تالاشي زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG