د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۶ مشکوکو وسلوالو د نیولو ادعا کړې


په میرامشا کې پوځیان د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
په میرامشا کې پوځیان د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکو په هغه ضلع کې ده شپږو مشکوکو وسلوالو د نیولو دعوه کړې ده.

یوه پوځي افسر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم له ښوولو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې سرتېرو په تبي ټولخېلو کې د پټو معلوماتو پر اساس عملیات وکړل او مشکوک وسلوال یې ونیول.

ده وویل، هغه کسان د مې پر څلورمه له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ککړ ول، خو د دې دعوې ثبوت یې وړاندې نه کړ.

پر هغه ورځ په ګړیوم کې له وسلوالو سره په نښته کې شپږ سرتېري او درې وسلوال وژل شوي ول.

ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مې پر څلورمه مشال راډيو ته په استولي بيان کې ادعا کړې وه چې هغوی لومړی د ځمکلاندې بم له لارې د پوځيانو ګاډی په نښه کړ چې پکې څلور سرتېري ووژل شول او بیا یې پر پاتې پوځیانو ډزې وکړې.

تحریک طالبان پاکستان لا د وسلوالو د نیولو په اړه د پوځ د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ په تېرو میاشتو کې د عملیاتو پرمهال په شمالي وزیرستان کې د لسګونو مشکوکو وسلوالو د نیولو او ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تصدیقولای.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG