د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ جنوبي وزیرستان کې د ۸ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


پوځ وايي، عملیات یې د جنوبي وزیرستان په شین ورسک سیمه کې کړي دي - پخوانی انځور.
پوځ وايي، عملیات یې د جنوبي وزیرستان په شین ورسک سیمه کې کړي دي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د اتو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر پینځمه تر عملیاتو وروسته په بیان کې ویلي دي چې په نښته کې یو سرتېری هم وژل شوی او څلور ژوبل دي.

ای اېس پي ار رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې عملیات د جنوبي وزیرستان په شین ورسک سیمه کې شوي دي. پوځ په بیان کې وژل شوي مشکوک وسلوال د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي یاد کړي دي.

خو تحریک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دي ویلي او خپلواکه سرچینو هم د پوځ د دعوې تصدیق نه دی کړی.

دا تر هغې وروسته ده چې د اپرېل درېیمې پر ماښام د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې دوه امنیتي سرتیري ژوبل شول.

د اعظم ورسک تاڼېدار عالمګیر مسید د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د اېف سي سرتېري له پوستې کوزېدل چې کمین نیونکو وسلوالو ورباندې برید وکړ او د سراج او ابراهیم په نوم دوه سرتېري یې ژوبل کړل.

تحریک طالبان پاکستان د هغو بریدونو ذمه واري منلې وه.

په وروستیو کې په جنوبي او شمالي وزیرستانونو، لکي مروت او بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي چې پکې یې د ځینو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د اپرېل پر درېیمه د کواټ په تپیو کې موټر سايکل سپرو وسلوالو د تراوېح لمانځه پر مهال د یوه جومات د امنیت لپاره پر ولاړو پولیسو ډزې وکړې او دوه سرتېري یې ووژل.

تر دې مخکې، د مارچ پر ۳۰مه تر نیمې شپې وروسته په لکي مروت کې پر تاڼه په وسلوال برید او د سړک تر غاړې بم په چاودنه کې د یو افسر په ګډون څلور پولیس ووژل او شپږ ژوبل شول.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید خان مشال راډیو ته ویلي ول چې لومړی وسلوالو پر تاڼې برید وکړ چې پکې پینځه سرتېري ژوبل شول او بیا چې د لکي مروت د پولیسو ډېپټي سوپرېنټېنډنټ (ډي اېس پي) اقبال مومند له نورو سرتېرو سره د پېښې ځای ته روان وو نو ګاډی یې د سړک تر غاړې ښخ بمي برید ښکار شو چې پکې هغه او درې سرتېري ووژل او یو ژوبل شو.

تحریک طالبان پاکستان د پولیسو پر ګاډي د بمي برید ذمه واري منلې وه.

وژل شوی پولیس افسر اقبال مومند د پښتو ژبې پېژندل شوی شاعر او د پېښور د متنیو د ادېزیو اوسېدونکی وو. د هغه وژنې د هنرمندانو، شاعرانو او سیاسي او مدني فعالانو پراخ غبرګونونه وپارول او پر پولیسو د وسلوالو بریدونو پرضد په پېښور کې مظاهره هم وشوه.

په سیمه کې د وسلوالو حملو پر ضد په بیا بیا د ولسي پاڅون په نوم مظاهرې او پرلتونه شوي دي. د ضلعې اوسېدونکو پر حکومت ټینګار کړی دی چې سیمه دې له وسلوالو پاکه کړي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې هلته د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ویلي ول چې د وسلوالو لاسونو ته "جدیده وسله" ورغلې او همدا لامل دی چې هغوی تېر کال پر پولیسو د شپې مهال حملې وکړای شوې.

اختر حیات ګنډه پور وویل، د خیبر پښتونخوا پولیسو هومره جدیده ټېکنالوژي نه لرله چې شپې مهال وسلوال وویني او حملې یې په شا وتمبوي.

ده هیله وښوده چې له اقداماتو سره به "ژر د ترهګرۍ د پېښو" په مخنیوي وتوانېږي.

د پاکستان حکومت او پوځ هم وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د مارچ پر ۱۴مه جنوبي وزیرستان ته د سفر پر مهال وویل چې "په بشپړ ډول د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې جنګ" ته دوام ورکوي.

د پاکستان حکومت هم وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

منیر زیاته کړه چې د "ترهګرۍ پرضد په جګړه کې" د بېلابېلو دولتي یا ریاستي ادارو ترمینځ "رابطې او همکاري" اړینه ده.

تر نوموړي مخکې، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۴مه د اپېکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې چارواکو وویل چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره "د ترهګرۍ ختمول اړین" دي.

شریف د فبرورۍ پر درېیمه هم ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

XS
SM
MD
LG