د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت: ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې خپله یې باید حل کړي


د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا حسن اخوند (په مینځ کې) د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ له پلاوي سره (کیڼ لوري ته) د غونډې پر مهال - د جنورۍ اتمې انځور.
د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا حسن اخوند (په مینځ کې) د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ له پلاوي سره (کیڼ لوري ته) د غونډې پر مهال - د جنورۍ اتمې انځور.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا (وزیراعظم) ملا محمد حسن اخوند ویلي دي چې حکومت یې د "پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري" او نه هم چا ته د افغانستان خاوره نورو ته د ګواښ پېښولو لپاره کارېدو ته پرېږدي.

دا خبره نوموړي د جنورۍ پر اتمه په کابل کې په خپل دفتر کې د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمان او ورسره ورغلي پلاوي سره د لیدو پر مهال کړې ده.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ویلي دي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان کورنۍ موضوع ده چې باید خپله یې حل کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ ماڼۍ پر اېکس پاڼه په بیان کې وویل چې له مولانا فضل الرحمان سره په غونډه کې د اخوند تر څنګ د طالبانو د حکومتي کابینې یوشمېر غړي هم موجود ول.

بیان وايي، ملا حسن اخوند د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ورغلي پلاوي سره د خبرو پر مهال وویل چې پاکستاني چارواکي باید د افغان کډوالو پر وړاندې "له ظالمانه رویې لاس واخلي" ځکه چې دا ډول کارونه د دواړو هېوادونو ترمینځ "مخالفتونه او بدبینۍ زیاتوي."

اخوا جمعیت علمای اسلام پر خپله اېکس پاڼه په جلا بیان کې ویلي دي چې نوموړي د جنورۍ پر اتمه د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا (وزیراعظم) ملا محمد حسن اخوند سره ولیدل.

په بیان کې د مولانا فضل الرحمان له خولې راغلي دي چې هغه د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمینځ د غلط فهمیو د لیرې کولو هڅه کوي.

بیان کاږي چې مولانا فضل الرحمان د طالبانو د حکومت وزیراعظم او نورو لوړپوړو چارواکو ته وویل چې هغه له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې پرضد د "احتجاج غږ پورته" کړی دی او دا ډول "چلند د دواړو هېوادونو ترمینځ د ستونزو لامل" بولي.

په بیان کې د ملا حسن اخوند له قوله راغلي دي چې هیله من دی چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د هغه د ګوند د غړو د کابل سفر به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمینځ د مثبتو تعلقاتو لامل شي.

د ټي ټي پي موضوع

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې مولانا فضل الرحمان او ورسره مل پلاوي د ملا حسن اخوند تر څنګ د هغه له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم خبرې کړې دي.

مجاهد د جنورۍ پر اتمه د افغانستان شخصي طلوع نیوز ټېلېوېژن ته ویلي دي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

نوموړي یو ځل بیا وویل چې ټي ټي پي ډله په افغانستان کې پټنځایونه نه لري. "ټي ټي پي هم په افغانستان کې وجود نه لري. دا د پاکستان خپله موضوع ده چې باید یې خپله په خپل هېواد کې حل کړي او خپلو امنیتي موضوعاتو ته هم باید خپله توجه ورکړي."

د جمعیت مشر پر داسې مهال د کابل په سفر دی چې له یوې مودې راهیسې د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ د یوشمېر موضوعاتو پر سر تعلقات خراب شوي دي.

د هغې له جملې څخه یې تر ټولو مهمه موضوع د ټي ټي پي ډله ده. پاکستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي او وایي هغه ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

د مولانا فضل الرحمان او مولوي عبدالکبیر لیدنه

تر دې مخکې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم له اسلام اباده وغوښتل چې له پاکستانه دې د افغانانو د ایستلو عمل ودروي او د کډوالو د ځورولو پر ځای دې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

دا خبره نوموړي د جنورۍ پر اوومه د کابل په سپېدار ماڼۍ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د هغه ګوند له ورغلي پلاوي سره په ملاقات کې کړې ده.

مولانا فضل الرحمان چې د جنورۍ پر اوومه له خپل پلاوي سره کابل ته ورسېد نو هلته یې په غونډه کې د مولوي عبدالکبیر تر څنګ، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور او نورو چارواکو سره ولیدل.

تر ملاقات وروسته د طالبانو تر واک لاندې د ارګ ماڼۍ پر اېکس پاڼه په بیان کې راغلي دي چې مولوي عبدالکبیر هیله وښوده چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د هغه د ګوند د مخکښه سیاستوالانو سفر به د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اړیکو د سمولو او د دواړو خواوو ترمینځ د ناسم پوهاویو یا غلط فهمیو په لیرې کولو کې مرسته وکړي.

په بیان کې راغلي دي چې مولوي عبدالکبیر د طالبانو د حکومت له لوري مولانا فضل الرحمان ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه به هېچا ته "خطر او ګواښ" نه پېښېږي او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو حکومتونه باید د "رسنیزو ادعاوو" پر ځای "پر واقعیتونو" بحث وکړي. ده البته د رسنیزو دعوو په اړه نور معلومات ور نه کړل.

بیان کاږي چې مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې غوښتنه وکړه چې اسلام اباد دې په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ناسم چلند مخه ونیسي، په جبري ډول دې د هغوی د ستنولو بهیر ودروي او ورته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د حکومت په بیان کې راغلي دي چې مولانا فضل الرحمان په خپلو خبرو کې وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو "ایستلو پرېکړه غندي" ځکه چې د دواړو هېوادونو ولسونه "ګډ مشترکات لري."

بیان د مولانا فضل الرحمان له خولې زیاتوي چې د پاکستان او د طالبانو حکومتونه باید خپلمینځي ستونزې "د خبرو له لارې حل" کړي، دواړه هېوادونه یو بل ته ګټه ورسوي او له یو بل سره همکاري وکړي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او نور چارواکي د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمان او نورو سیاستوالانو سره خبرې کوي - د جنورۍ اوومې انځور.
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او نور چارواکي د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمان او نورو سیاستوالانو سره خبرې کوي - د جنورۍ اوومې انځور.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم د جنورۍ پر اوومه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له ملي راډیو ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې د مولانا فضل الرحمان له سفره د ښو پایلو هیله لري.

ده وویل چې هڅه کوي چې د نوموړي د سفر پر مهال په "دې برخه کې کار وشي چې څنګه په راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان اړیکې مثبتې وي، یو د بل په ګټه وي، یو بل ته ضرر و نه رسېږي، او د دواړو هېوادونو ولسونو ته د امن او اقتصاد په برخه کې ګټور تمام شي، موږ هیله من یو چې د [مولانا فضل الرحمان] دا سفر به ښې پایلې ولري."

مولانا فضل الرحمان تر دې مخکې د جنورۍ پر پینځمه له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي ول چې د کابل د سفر بلنه ورته په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د حکومت ناظم الامور (شارژدافېیر) د ډېسېمبر پر ۱۶مه ورکړې وه.

د جمعیت مشر پر داسې مهال د کابل په سفر دی چې له مودې راهیسې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمینځ تعلقات ساړه دي.

مولانا فضل الرحمان وايي، د سفر موخه یې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمینځ د ترینګلتیا کمول دي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر وايي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ورسره خپل دريځ او غوښتنې شريکې کړې دي.

مولانا فضل الرحمان زیاتوي چې افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره هم ګوري.

د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمینځ تعلقات

د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو د حکومت یو پلاوي اسلام اباد ته سفر کړی وو او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو د لنډمهالي وزیر ترڅنګ له نورو چارواکو سره پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسلو خبرې وکړې.

د هغه پلاوي مشري د کندهار سرپرست والي او د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال ملا شیرین اخوند کوله چې د طالبانو مشر ته نېږدې کس بلل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر درېیمه ویلي ول چې اخوند ته یې وويل چې د دوه اړخیزو اړیکو او تجارتي تعلقاتو لپاره ضروري ده چې پر ټولو مسایلو خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي ول چې دواړه خواوې د اړیکو د ښه کولو لپاره د لوړپوړو چارواکو پر سطح د خبرو پر دوام سلا شوې دي.

وزارت له دې پرته نور معلومات نه ول ورکړي خو په اسلام اباد کې سرچینو مشال راډیو ته ویلي ول چې پاکستانیو چارواکو د ملا شیرین اخوند په مشرۍ له پلاوي سره تر ډېره خپلې امنیتي اندېښنې او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پر زیاتېدو بحث وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ملاقاتونو کې د شویو خبرو په اړه څه نه ول ویلي خو د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر درېيمه پر اېکس ليکلي ول چې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټۍ شپږمه غونډه شوې ده.

نوموړي ویلي ول چې په هغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمينځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د اسانتياوو د پیدا کېدو په تړاو بحثونه کېږي.

طالبان چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول نو په پیل کې یې له اسلام اباد سره نېږدې تعلقات لرل چې وروسته ساړه شول.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې پر امنیتي مرکز په وسلوال برید کې د پاکستانیو سرتېرو تر مرګژوبلې وروسته اسلام اباد یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي مشران وروسپاري او هغې ډلې ته دې پټنځای نه ورکوي.

د طالبانو حکومت په ځواب کې وویل چې د برید په اړه پلټنې کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د هرې موضوع لپاره باید هغوی مسوول و نه بلل شي.

د طالبانو حکومت داراز ټینګار کوي چې ټي ټي پي ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت البته وايي چې د داعش په ليکو کې ورغلي پاکستاني وسلوال په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري هغوی دا هم ویلي چې ګڼ پاکستاني وسلوال یې نيولي او تر ۲۰ زیات یې وژلي دي.

له ناامنۍ پرته د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر سوداګرۍ او د خلکو پر تګ راتګ د اسلام اباد محدودیتونو او داراز، له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو موضوع هم د دواړو خواوو تعلقات اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG