د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د ډېره اسماعیل خان د برید په اړه د پلټنو ژمنه کړې ده


د پاکستان یو سرتېری د ډېره اسماعیل خان تر برید وروسته د ودانۍ له یوې برخې سره ولاړ دی - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.
د پاکستان یو سرتېری د ډېره اسماعیل خان تر برید وروسته د ودانۍ له یوې برخې سره ولاړ دی - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ژمنه کړې ده چې د ډېره اسماعیل خان د برید په اړه پلټنې کوي خو ویلي یې دي چې د هرې موضوع لپاره باید هغوی مسوول و نه بلل شي.

دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر ۱۳مه تر هغې یوه ورځ وروسته مشال راډیو ته وکړه چې اسلام اباد وویل د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې یې د وسلوال برید په تړاو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته "سخت احتجاج" وکړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۲مه په یو بیان کې وویل چې د وزارت سېکرټر په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېیر (چارسمبالی یا ناظم الامور) احضار کړ او غوښتنه يې ورڅخه وکړه چې "په سمدستي توګه" دې خپل سرپرست حکومت ته خبر ورکړي چې د بريد د عاملينو په اړه په بشپړ ډول پلټنې او پر وړاندې یې سخت اقدام وکړي.

په بیان کې راغلي ول چې په درابڼ کې د ډېسېمبر ۱۲مې د بريد ذمه واري وسلوالې ډلې "تحريک جهاد پاکستان" منلې چې پکې "۲۳ امنيتي سرتېري ووژل" شول او لسګونه نور ژوبل شول. په خبرپاڼه کې دعوه شوې ده چې هغه وسلواله ډله له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په بيان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې وه چې د حملې عاملين دې ونيسي او د ټي ټي پي مشرتابه دې پاکستان ته وسپاري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د څرګندونو په غبرګون کې مشال راډیو ته وویل چې حکومت یې د برید پلټنه کوي.

ده وویل چې هغه برید د طالبانو حکومت حیرانه کړی دی او د پاکستان پر غوښتنو غور کوي. البته نوموړي ټینګار وکړ چې د هر څه لپاره باید پر افغانستان تور پورې نه شي او پاکستان باید خپل امنیت ته توجه ورکړي.

مجاهد زیاته کړه چې ډېره اسماعیل خان له افغانستانه خورا لیرې پروت ښار دی او پاکستان پیاوړی ځواک لري نو باید یې هغه برید ناکامه کړی وای.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې وسلوالو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي.

په وروستیو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې لخوا د ډېسېمبر پر درېيمه خپاره شوي ارقام ښيي چې په هغه هېواد کې په تېره (نومبر) مياشت کې د رياستي ادارو پرضد تشدد ۳۴ سلنه زيات شوی دی.

اسلام اباد تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه لري او د بریدونو لپاره د هغه هېواد خاوره کاروي خو د طالبانو حکومت دا ردوي او ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې پراته دي او د بریدونو لپاره د بل هېواد خاورې کارولو ته اړتیا نه لري.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، "له بده مرغه" په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې په "پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۶۰ فیصده او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ فیصده زیات شوي دي."

نوموړي ویلي ول چې په تېرو "دوو کلونو کې" یې په هېواد کې "۲،۲۶۷ تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي چې ذمه وار یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي."

وزیراعظم زیاته کړه چې د طالبانو حکومت ته یې ویلي دي چې د ټي ټي پي غړي وروسپاري خو هغوی دا کار نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د کاکړ تر څرګندونو دوه ورځې مخکې له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي ول چې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه نوي نه دي بلکې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې روان دي.

ده ویلي ول چې طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو سره سم فیصله کړې وه چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. "موږ پر هغه فیصله باندې ولاړ یو، هغه مو عملي کړې ده، زموږ له خاورې چا استفاده نه ده کړې."

متقي زیاته کړې وه چې وسلوال د پاکستان په خاوره کې دننه له افغان پولې څخه ۴۰۰ یا ۵۰۰ کېلومیټره لیرې بریدونه کوي، نو امنیت د هغه هېواد کورنۍ موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

XS
SM
MD
LG