د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان وايي افغانستان کې به د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره ملاقات کوي


مولانا فضل الرحمان وايي افغانستان کې به د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره ملاقات کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:45 0:00

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې افغانستان ته د سفر پر مهال به د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره هم ليده کاته کوي. نوموړي د جنورۍ پر پينځمه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د طالبانو په حکومت کې له راتلو وروسته يې خپله هم افغانستان د تګ خواهش درلود، خو په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د طالبانو شارژدافېیر (ناظم الامور) لخوا د ډېسېمبر پر ۱۶مه تر رسمي بلنې وروسته به په راتلونکو څو ورځو کې هغه هېواد ته سفر وکړي. مولانا فضل الرحمان وويل چې هغه به د خپل سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمينځ د اړيکو سمولو هڅه کوي. د هغه په وينا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له نوموړي سره خپل دريځ او غوښتنې شريکې کړې دي. له مولانا فضل الرحمان سره بشپړه مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG