د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکی وايي تېرو ۳ ورځو کې ۳۰ افغانې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته ستنې شوې دي


د پاکستان حکومت له خوا د بې اسناده کډوالو د نيولو تر بيان وروسته ځينو افغانو کورنيو خپل هېواد ته مخه کړې ده ــ پخوانی انځور
د پاکستان حکومت له خوا د بې اسناده کډوالو د نيولو تر بيان وروسته ځينو افغانو کورنيو خپل هېواد ته مخه کړې ده ــ پخوانی انځور

د خیبر ضلعې یو چارواکی وايي چې په تېرو درو ورځو کې ۳۰ افغانې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

نوموړي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د اکتوبر پر پينځمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغو کورنیو په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او په خپله خوښه افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت بې اسناده افغانانو او نورو بهرنیو وګړو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له هېواده د وتلو امر کړی دی.

د طالبانو حکومتي چارواکو د اسلام اباد دا اقدام غندلی دی. د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د اکتوبر پر پينځمه په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې له پاکستانه د افغانانو د ایستلو پرېکړه "غیر عادلانه" ده.

تر نوموړي مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې له اسلام اباده خپلې پرېکړې ته د بیاکتنې غوښتنه کړې وه.

مجاهد داراز د پاکستان د ځینو چارواکو دا دعوه هم رد کړې چې ګواکې هلته اوسېدونکي افغانان د ناامنۍ په پېښو کې ککړ دي.

افغان کډوال وايي یوه میاشت کې پاکستان پرېښودل اسانه نه دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:39 0:00

پر افغان کډوالو دا فشارونه داسې وخت زیات شوي، چې په پاکستان کې د ناامنیو پېښې هم زیاتې شوي او پاکستاني چارواکي وخت په وخت په هغو پېښو کې افغان وګړي په ککړتیا تورنوي. خو خپلواکه سرچینې هغه تور نه تاییدوي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېیمه تور پورې کړ چې په پاکستان کې د روان کال له پیله د ۲۴ ځانمرګو بریدونو له جملې څخه یې په ۱۴ حملو کې افغانانو لاس درلود. نوموړي البته د خپلې ادعا د اثبات لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان د اکتوبر پر څلورمه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې هلته راجسټر افغان کډوال په هېڅ ډول ناامنیو کې ککړ نه دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اکتوبر پر درېیمه په بیان کې وویل، په تېرو دوو اوونیو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱،۰۰۰ افغانان نیول شوي دي، چې ورڅخه یې ۴۸۵ کسانو قانوني اسناد هم لرل.

خو د پاکستان چارواکي وايي چې یوازې هغه افغانان نیسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

سفارت زياتوي چې په پاکستان کې لږترلږه څلور افغانان تر ګرفتارۍ وروسته مړه شوي دي.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې د هغو افغانانو د مړینې لامل څه وو خو په تېرو وختونو کې د سیند په زندانونو کې هم ځینې ناروغه افغانان مړه شوي دي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د بخښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د اکتوبر پر شپږمه د بلوچستان په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) تر انتظام لاندې احتجاجي لاريون وشو چې ګډونوالو يې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو، ځورولو او شړل کېدو پرضد شعارونه ورکړل.

د اکتوبر پر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې په چمن کې احتجاجي لاريون وشو
د اکتوبر پر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې په چمن کې احتجاجي لاريون وشو

د غورځنګ مشرانو په خپلو ويناوو کې وويل چې په پاکستان کې له افغانانو سره روان چلند د بشري حقونو خلاف دی او د دې لړۍ د ژرترژره بندېدو غوښتنه يې وکړه.

د پي ټي اېم مشرانو وويل که د پاکستان حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې خپله اوسنۍ تګلاره بدله نه کړه نو د هغه هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې به احتجاجي لاريونونه وکړي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر کې ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG