د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د طالبانو پر دې ادعا ژوره اندېښنه ښودلې چې امریکايي ډرون له پاکستانه ورځي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند عاصم افتخار احمد
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند عاصم افتخار احمد

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر هغه ادعا ژوره اندېښنه ښودلې چې ګواکې د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه ورځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند عاصم افتخار احمد د اګست پر ۲۸مه رسنيو ته په ليږلې يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د طالبانو لخوا بې له ثبوته داسې خبرې کول د افسوس وړ دي.

نوموړي په خبرپاڼه کې زیاته کړې، "د ثبوتونو په نیشتوالي کې، لکه څنګه چې پخپله د طالبانو د دفاع وزیر منلې، دا ډول فرضي تورونه خورا د افسوس وړ دي او د ډیپلوماتیک چلند له معیارونو سرغړونه ده."

عاصم افتخار احمد ویلي چې طالبان دې خپلو نړيوالو ژمنو ته په پام کولو سره ترهګرو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاروه د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

دا له هغه وروسته ده چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د اګست پر ۲۸مه ادعا کړې چې پاکستان د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورکړې ده چې افغانستان ته د رسايي لپاره د پاکستان فضايي حدود وکاروي.

ملا محمد یعقوب په کابل کې خبري غونډې ته وويل، "که څه هم زموږ راډار نظام د امريکايانو له وتلو سره له منځه تللی خو زموږ د معلوماتو له مخې بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځي او د پاکستان هوايي حريم کاروي."

نوموړي زیاته کړه چې دوی له پاکستانه غوښتنه کوي چې خپل هوايي حريم د افغانستان پرضد ونه کاروي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې وویل چې ايمن الظواهري په کابل کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې، د جولای پر ۳۱مه د شوي بې پیلوټه الوتکې برید اجازه ده ورکړې وه. تر هغه وروسته پر ټولنیزو رسنیو داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې پاکستان د الظواهري په وژلو کې رول لوبولی وو.

خو د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار - مشر میجر جنرل بابر افتخار د اګست پر پنځمه وویل چې پاکستان د القاعده شبکې د مشر اېمن الظواهري په وژنه کې هیڅ لاس نه لري.

نوموړي ویلي وو چې ځینې پاکستان مخالفه هېوادونه په دې اړه پر ټولنيزو رسنيو منفي پروپېګنډې خپروي خو دوی یې په سختۍ ردوي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شو خو لا هم د نړۍ یوه هیواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د اګست ۱۵مه: طالبان څنګه پر کابل واکمن شول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:16 0:00

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر یو کال زیات وخت شوی دی خو د نړیوالو په وینا، داسې هیڅ نښې یې نه دي ښودلې چې ګواکې منځلاري شوي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب دا څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۲۵مه وویل چې د افغانستان په فضا کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې پروازونه کوي.

نوموړي په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د امريکايي الوتکو ګرځيدل د افغانستان له خودمختارۍ سرغړونه ده.

نوموړي وویل چې په دې اړه یې له امريکايي چارواکو سره په بيا بيا خبرې شوې دي خو دا یې ونه ویل چې دا الوتکې له ګاونډي پاکستانه ورځي او که په منځني ختيځ کې له امريکايي پوځي مرکزونو څخه.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې که امريکايان د کومې وسله والې ډلې په اړه اندېښنه لري نو د طالبانو له حکومت سره دې شريکه کړي.

ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د ایمن الظواهري په مشرۍ القاعده ډله له طالبانو سره نېږدې اړیکې پالي.

په رپورټ کې راغلي ول چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې وه او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوې وې.

XS
SM
MD
LG