د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره لیدلي دي


مولانا فضل الرحمان په پاکستان کې د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
مولانا فضل الرحمان په پاکستان کې د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره د کابل په سفر دی او د جنورۍ پر اوومه یې هلته د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

جمعیت د جنورۍ پر اوومه پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې په ملاقات کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ګډون او نور طالب چارواکي هم موجود ول.

جمعیت علمای اسلام (ف) د هغې ناستې جزییات نه دي په ډاګه کړي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د جنورۍ پر اوومه پر اېکس په بیان کې ویلي ول چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ پلاوی کابل ته ورځي.

مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر پینځمه له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي ول چې د کابل د سفر بلنه ورته په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د حکومت ناظم الامور (شارژدافېیر) د ډېسېمبر پر ۱۶مه ورکړې وه.

د جمعیت مشر پر داسې مهال د کابل په سفر دی چې له مودې راهیسې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمینځ تعلقات ساړه دي.

مولانا فضل الرحمان وايي، د سفر موخه یې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمینځ د ترینګلتیا کمول دي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر وايي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ورسره خپل دريځ او غوښتنې شريکې کړې دي.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره هم ګوري.

خو د طالبانو حکومت لا نه ده روښانه کړې چې نوموړی به له کومو چارواکو سره ناستې ولري او ایا له هبت الله اخوندزاده سره به هم ګوري او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو د حکومت یو پلاوي اسلام اباد ته سفر کړی وو او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو د لنډمهالي وزیر ترڅنګ له نورو چارواکو سره پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسلو خبرې وکړې.

د هغه پلاوي مشري د کندهار سرپرست والي او د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال ملا شیرین اخوند کوله چې د طالبانو مشر ته نېږدې کس بلل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر درېیمه ویلي ول چې اخوند ته یې وويل چې د دوه اړخیزو اړیکو او تجارتي تعلقاتو لپاره ضروري ده چې پر ټولو مسایلو خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي ول چې دواړه خواوې د اړیکو د ښه کولو لپاره د لوړپوړو چارواکو پر سطح د خبرو پر دوام سلا شوې دي.

وزارت له دې پرته نور معلومات نه ول ورکړي خو په اسلام اباد کې سرچینو مشال راډیو ته ویلي ول چې پاکستانیو چارواکو د ملا شیرین اخوند په مشرۍ له پلاوي سره تر ډېره خپلې امنیتي اندېښنې او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو پر زیاتېدو بحث وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ملاقاتونو کې د شویو خبرو په اړه څه نه ول ویلي خو د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر درېيمه پر اېکس ليکلي ول چې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټۍ شپږمه غونډه شوې ده.

نوموړي ویلي ول چې په هغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمينځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د اسانتياوو د پیدا کېدو په تړاو بحثونه کېږي.

طالبان چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول نو په پیل کې یې له اسلام اباد سره نېږدې تعلقات لرل چې وروسته ساړه شول.

پاکستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي او وایي هغه ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې پر امنیتي مرکز په وسلوال برید کې د پاکستانیو سرتېرو تر مرګژوبلې وروسته اسلام اباد یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي مشران وروسپاري او هغې ډلې ته دې پټنځای نه ورکوي.

د طالبانو حکومت په ځواب کې وویل چې د برید په اړه پلټنې کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د هرې موضوع لپاره باید هغوی مسوول و نه بلل شي.

د طالبانو حکومت داراز ټینګار کوي چې ټي ټي پي ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت البته وايي چې د داعش په ليکو کې ورغلي پاکستاني وسلوال په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري هغوی دا هم ویلي چې ګڼ پاکستاني وسلوال یې نيولي او تر ۲۰ زیات یې وژلي دي.

له ناامنۍ پرته د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر سوداګرۍ او د خلکو پر تګ راتګ د اسلام اباد محدودیتونو او داراز، له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو موضوع هم د دواړو خواوو تعلقات اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG