د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي طالب چارواکو ته یې ويلي چې پر ټولو مسایلو باید خبرې وشي


د طالبانو د حکومت د کندهار والي ملا شيرین اخوند د پاکستان د بهرنيو چارو له نګران وزير جلیل عباس جیلاني سره د ملاقات پر وخت - د جنورۍ درېیمې انځور.
د طالبانو د حکومت د کندهار والي ملا شيرین اخوند د پاکستان د بهرنيو چارو له نګران وزير جلیل عباس جیلاني سره د ملاقات پر وخت - د جنورۍ درېیمې انځور.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغان طالبانو د حکومت چارواکو سره یې په دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو نګران وزير جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر درېيمه پر اېکس ليکلي چې له افغانستانه ورغلي د کندهار سرپرست والي ملا شیرين اخوند ته يې وويل چې د دوه اړخیزو اړیکو او تجارتي تعلقاتو لپاره ضروري ده چې پر ټولو مسایلو خبرې وشي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په دې اړه په خبرپاڼه کې ویلي‌ چې دواړه غاړې پر دې رضا شوې چې د اړیکو د لا بهترولو لپاره به د لوړپوړو چارواکو پر کچه خبرو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت لا تر اوسه په دې ملاقات کې د شويو خبرو په اړه څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر درېيمه پر اېکس ليکلي ول چې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټۍ شپږمه غونډه شوې ده.

نوموړي ویلي چې د طالبانو د پلاوي مشري د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستيال او د کندهار سرپرست والي ملا محمد شیرین اخوند کوي.

د مجاهد په خبره، په هغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمينځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د اسانتياوو د پیدا کېدو په تړاو بحثونه کېږي.

ملا شیرین اخوند د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته نېږدی کس ګڼل کېږي. له هغه سره په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د استخباراتو چارواکي هم شامل دي.

دا سفر په داسې حال کې شوی چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتونو اړيکې له څه مودې راهیسې سړې دي.

پاکستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ تورنوي او وایي هغه ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري.

خو د طالبانو حکومت تور پورې کوي چې د داعش په ليکو کې ورغلي پاکستاني وسلوال په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري. د طالبانو حکومت دا ادعا هم کوي چې په سلګونو پاکستاني وسلوال یې نيولي او تر ۲۰ زیات یې وژلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت نیولی. په لومړي سر کې یې له پاکستان سره اړيکې خوږې وې خو وروسته یې چارواکو د يو بل پر ضد بیانونه ورکړل.

د دواړو خواوو تر مینځ د ترينګلتيا له امله د هغو هېوادونو د خلکو تګ راتګ او تجارت هم اغېزمن شوی دی او د تورخم دروازه د تېر کال په اوږدو کې څو ځلې تړل شوې او بیا پرانیستل شوې ده.

XS
SM
MD
LG