د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې اسناد لرونکي افغان کډوال وایي وروستیو حالاتو یې ژوند اغېزمن کړی دی


په پېښور کې میشت افغانان ـ پخوانی انځور.
په پېښور کې میشت افغانان ـ پخوانی انځور.

د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د بې اسناده افغان کډوالو ضد کاروایانو له امله اسناد لرونکي افغان کډوال هم اغېزمن شوي دي.

په پېښور کې مېشت یوشمېر افغان کډوالو مشال راډیو ته ويلي چې وروستیو حالاتو له بې یقینۍ سره مخامخ کړي دي او پر ژوند او کاروبارونو یې بد اغېز پرېوتی دی.

د پېښور په تاج اباد مارکېټونو کې یو افغان دوکاندار زین الدین مشال راډیو ته وویل چې له کلونو راهیسې هلته کاروبار کوي خو په وروستیو کې بیا بیا پولیس ورځي او اسناد یې ګوري.

هغه وویل "دلته د رخت او پردو کاروبار کوم. سهار او ماښام پولیس راځي او کارډونه مو ګوري. پخوا مو په قسطونو مالونه راوړل خو اوس څوک قرض نه راکوي. غټ دوکانداران فکر کوي چې که د کارډونو والا افغانان هم وباسي نو د هغوی پیسې به ډوبې شي. دوکان کې راسره سودا کمه ده، ګاهک (ګيراک) هم کم راځي."

د پاکستان حکومت د اکتوبر پر درییمه بې اسناده بهرنیانو ته، چې زیاتره یې افغانان دي، د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

افغان کډوال غلام حسېن په پېښور کې ترپالونه، پوزې او تکیه ګانې خرڅوي. هغه وایي چې پورونه يې اخیستی او نورو ته يې هم پيسې په قرض ورکړي دي، نو که حکومت یې وباسي هم، باید دومره مهلت ورکړي چې خپل کار پکې راغونډ کړي.

نوموړی زياتوي "خلکو ته موږ ۲۰ لکه روپۍ قرض ورکړی دی او ځینو سوداګرو موږ ته ۵۰ او ۶۰ لکه روپۍ قرض راکړی دی. د اوګرایي سیسټم (د پيسو بېرته ترلاسه کولو نظام) دی. د کاروبار په راټولولو دوه، درې کاله لګېږي."

غلام حسین وویل چې ۴۰کاله یې په پاکستان کې تېر کړل او که بېرته افغانستان ته لاړ شي نو له صفر څخه به پیل کوي او نوی کور او کاروبار جوړول او باور جوړول به ورته ستونزمن وي.

د پېښور پولیسو په بیا بیا ویلي دي چې دوی یوازې بې اسناده افغان کډوال نیسي او ستنوي او اسناد لرونکو افغانانو ته څه نه وایي.

کراچۍ مېشتي اسناد لرونکي افغانان وايي پولیس یې ځوروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:09 0:00

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکي ارشاد خان په وینا د نومبر له لومړۍ راهیسې د ډېسېمبر تر څلورمې تر ۴۰۰،۰۰۰ زيات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او دا بهیر لا دوام لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. پاکستان او ایران ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG