د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي له وسلوالو سره د جدیدو وسلو شتون د هېواد سلامتیا ګواښي


د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې پر پوځي مرکز د وسلوالو برید کې لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله واوښته.
د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې پر پوځي مرکز د وسلوالو برید کې لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله واوښته.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې په ګاونډي هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د نورو وسلوالو پټنځایونه او د هغو وسلوالو سره د جدیدو وسلو موجودیت د پاکستان سلامتیا ته خطر پېښ کړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۲۸مه په یو بیان کې وویل چې په راولپېنډۍ کې د پوځي مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د کور کمانډرانو (د قول اردو قوماندانانو) په غونډه کې د هېواد ملي امنیت ته مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو او ورته د غبرګون ښوولو د لارو چارو ترڅنګ پر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

په بیان کې د ګاونډي هېواد نوم نه دی اخیستل شوی خو ښایي اشاره یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته وي ځکه چې د ۲۰۲۳ز کال په اوږدو کې اسلام اباد په پاکستان کې د زیاتې شوې ناامنۍ پړه پر تحریک طالبان پاکستان واچوله او په بیا بیا یې دعوه وکړه چې هغه ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري.

له همدې وجې د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو تعلقات له مودې راهیسې ساړه دي. د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې پر امنیتي مرکز په وسلوال برید کې د پاکستانیو سرتېرو تر مرګژوبلې وروسته اسلام اباد یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي مشران وروسپاري او هغې ډلې ته دې پټنځای نه ورکوي.

د طالبانو حکومت په ځواب کې وویل چې د برید په اړه پلټنې کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د هرې موضوع لپاره باید هغوی مسوول و نه بلل شي. د طالبانو حکومت داراز وايي چې ټي ټي پي ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

له دې پرته ټي ټي پي هم ویلي دي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او د حملو لپاره د بل هېواد خاورې کارولو ته اړتیا نه لري.

د پاکستان د پوځ د قومندانانو هغه دوه ورځنۍ غونډه تر هغې وروسته شوې ده چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر تازه د امریکا له سفره هېواد ته ستون شوی دی.

XS
SM
MD
LG