د لاسرسي ځای

تازه خبر

الکوزی وایي د افغان سوداګرو ۵۰۰ کانټېنرونه لا هم په کراچۍ کې ایسار دي


افغان سوداګر زیاتره مالونه د کراچۍ بندر له لارې واردوي ـ پخوانی انځور.
افغان سوداګر زیاتره مالونه د کراچۍ بندر له لارې واردوي ـ پخوانی انځور.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ۵۰۰ کانټینرونه لا هم ایسار پاتې دي.

د خونې یو مسوول خان جان الکوزي د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې د هغو کانټینرونو د لېږد لپاره د اجازې ترلاسه کولو هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکو او سوداګرو په نومبر کې وویل چې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه بند پاتې دي.

الکوزی وايي، پاکستانیو چارواکو ۳،۵۰۰ کانټینرونو ته اجازه ورکړې، چې څه یې پر لاره دي او زیاتره افغانستان ته رسېدلي دي.

افغانستان له سمندر سره پوله نه لري او سوداګر یې له بهرنیو هېوادونو څخه زیاتره مالونه د عرب سمندرګي له لارې کراچۍ ته درامدوي (واردوي) او له هغه ځایه یې په ټرکونو کې افغانستان ته انتقالوي.

پاکستان د اکتوبر په درېیمه له افغانستان سره د ټرانزیټ سوداګرۍ په موافقه (اپټا) بدلونونه وکړل او له دې کبله سلګونه کانټینرونه په کراچۍ کې ایسار پاتې شول.

پاکستان هغه مهال د افغان سوداګرو پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

اسلام اباد وايي چې داسې شیان د افغانستان په نوم واردېږي چې هلته یې اړتیا نه شته او بیا پاکستان ته قاچاقېږي چې له کبله یې ورته مالي زیان اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG