د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو له پاکستانه د بې اسناده افغانانو پر ایستلو یو ځل بیا اندېښنه ښوولې ده


د افغانانو یوشمېر کډې له تورخم سره نېږدې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ولاړې دي - د نومبر درېیمې انځور.
د افغانانو یوشمېر کډې له تورخم سره نېږدې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ولاړې دي - د نومبر درېیمې انځور.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یو ځل بیا په سږني ژمي کې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې ده.

په افغانستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاندې کیرولاین ګلوک د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، افغانان پر داسې مهال وطن ته ستنېږي چې د هغه هېواد بشري وضعیت وار له مخه خراب دی.

نوموړې وویل چې یو اېن اېچ سي ار له ورستنېدونکو افغانانو سره د مرستو هڅه کوي خو زیاتره کډوال له پاکستانه تش لاس ایستل کېږي او ځینې یې نه پوهېږي چې چېرې ولاړ شي، ځکه چې نه سرپناه لري او نه روزګار.


په عین وخت کې د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (سېف دي چېلډرن) په افغانستان کې د مېلیونونو ماشومانو په اړه اندېښنه ښوولې ده. هغې ادارې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په بیان کې ویلي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې د اته مېلیونه ماشومانو له سختې لوږې سره د مخامخېدو وېره ده.

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو تنظیمونو او سياسي ګوندونو د پاکستان د حکومت له خوا د کډوالو ستنولو پر پرېکړه نیوکې کړي او په بیا بیا یې ورڅخه غوښتي چې هغه پرېکړه دې بېرته واخلي.

په اکتوبر میاشت کې هم ملګرو ملتونو په اعلاميه کې پر هغو راپورونو اندېښنه ښوولې وه چې پکې "له پاکستانه د افغانانو خپلسري شړل او ناوړه چلند، دافغانانو په خپلسري ډول نیول، د ملکیتونو او شخصي اثارو ویجاړول او له زور زیاتي سره د هغوی مخامخېدل" شامل دي.

سازمان پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بندي کول، ایستل او ځورول په سمدستي توګه ودروي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې له خطر سره د مخامخ ټولو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د پاکستان نګران حکومت د اکتوبر پر درییمه بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه په پېښور کې د پوځي افسرانو غونډې ته په وینا کې وویل چې "ناقانونه" بهرنیان په جدي ډول د پاکستان امنیت او اقتصاد اغېزمنوي.

ده دعوه وکړه چې چارواکي "په ډېر احترام" بې اسناده بهرنیان، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ستنوي.

په خیبر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) چارواکي وایی چې تر اوسه نېږدې ۵۰۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي او دا بهیر روان دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. پاکستان او ایران ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG