د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د ټي ټي پي پرضد د افغان طالبانو غبرګون "ناهيلې کوونکی" دی


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي اصف دراني سره ګډ انځور.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي اصف دراني سره ګډ انځور.

پاکستان يو ځل بيا په افغانستان کې له واکمنو طالبانو غوښتنه کړېده چې د هغو وسله والو پر ضد دې کوټلي او اغېزمن ګامونه واخلي چې په پاکستان کې دننه حملې کوي۔

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهره بلوچ د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال خبريالانو ته وويل چې د وسله والو ډلو، په خاصه توګه د تحريک طالبان پاکستان پر ضد د ګامونو اخیستو په اړه د پاکستان د غوښتنو په ځواب کې د افغان طالبانو غبرګون نهيلی کوونکی دی۔ هغې تور ولګولو چې وسله وال په افغانستان کې خوندي ځايونه لري او له هغه ځايه په پاکستان کې حملې کوي۔ هغې وويل چې پاکستان په افغانستان کي د وسله والو ډلو د موجودګۍ او فعاليتونو په اړه ژوره انديښنه لري۔

که څه هم دوه کاله پخوا په افغانستان کې جمهوري نظام په سقوط او د وسله والو طالبانو واک ته په رسېدو، د پاکستان واکدارانو د خوشحالۍ اظهار کړی وو، خو د وخت په تيرېدو، د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکې خرابې شوې۔

په اسلام اباد کې مېشت د پاکستان یو پخوانی سفارتکار ابرار حسېن وایي چې د دواړو ملکونو حکمرانانو ته پکار ده چې په سړه سينه د يو بل سره د خبرو اترو د لارې خپلې ستونزې حل کړي۔ ده د يوې پوښتنې په ځواب کې مشال ريډيو ته وويل: "لومړۍ خبره خو دا ده چې دا حالات چې خرابيږي نو دا د داړو ملکونو په حق کې نه دي۔ پاکستان او افغانستان د يو بل ملګري دي، دواړه ګانډيان دي، پکار نه ده چې د دوی تعلقات داسې خراب شي۔ د طالبانو په راتلو پاکستان ډيرې هيلې لرلې چې د ترهګرۍ او بدامنۍ ستونزه به ېې هواره شي۔ خو هغه اميدونه ېې سر ته و نه رسيدل."

افغان طالبان د پاکستان تورونه ردوي۔ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تازه څرګندونو په اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې په پاکستان کې امنیتي ستونزې او د تحریک طالبان پاکستان مسله د یاد هېواد کورنۍ ستونزه یاده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دې د خپلو ستونزو رېښه په خپل هېواد کې ولټوي.

ایا د پاکستان او افغان طالبانو ترمینځ لارې جلا شوې دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:31:10 0:00

بل لوري ته د افغان طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخوندزاده لخوا يو فتوه هم جاري شوې ده چې د افغانستان نه بهر جنګ يې جهاد نه دی بللی۔ يوه مياشت وړاندې په پيښور کې د افغان طالبانو قونصل جنرل حافظ محب الله شاکر هم دغه خبره وکړه خو د دې باوجود د پاکستان سره ېې په اړيکو کې ښه والی په نظر نه راځي۔

د افغانستان په اړه د پاکستان پاليسي تل دا پاتې شوېده چې د ملګرتيا په ځای يې څنګه تر کنټرول لاندې راولي؟  
پروفیسر اعجاز خان

په اسلام اباد کې د سياسياتو استاد پروفيسر اعجاز خان وايي چې د پاکستان او افغانستان خارجه پاليسيو جوړونکي ذهنونه د ډېپلوماسۍ په ځای په نظامي حل باور لري ځکه يې ترمينځ اړيکې خرابې وي۔ ده مشال ريډيو ته وويل: "مسله دا ده چې پاکستان که افغانستان سره تعلق سمول غواړي، د هغې لپاره د ډير صبر او ځان بدلولو ضرورت دی۔ دې ته به وخت ورکوي۔ دا ډېر ګران کار دی ځکه چې زموږ د خارجه پاليسۍ ذهن سياسي او ډېپلوماټيک نه دی بلکې نظامي دی۔ پوځ که د پاکستان وي که د امريکې وي خو هغه يو خاص انداز کې سوچ کوي۔ هغوی وايي چې څوک زما د حکم لاندې نه دي نو هغه زما دښمنان دي۔ د افغانستان په اړه د پاکستان پاليسي تل دا پاتې شوېده چې د ملګرتيا په ځای يې څنګه تر کنټرول لاندې راولي؟ "

ځیني شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د اسلام اباد د حکومت ترمنځ ځیني داسې خبرې شته چې ښايي د دواړو خواوو ولسونو ته یې معلومات نه وي او د هغو خبرو پر سر اختلافات موجود دي.

په پېښور کې د جي اېن اېن ټي وي بيورچيف او تجزيه نګار کاشف الدين سيد وايي تر څو چې دغه خبرې ښکاره شوې او حل شوې نه وي دا ستونزې به دوام لري۔ نوموړي د مشال راډيو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "د پاکستان او افغانستان ترمينځ تعلقات دا وخت ډېر غير واضحه دي۔ پخوا به د افغانستان د حکومتونو په باره کې د پاکستان پاليسي ډېره واضحه وه او اولس ته هم پته وه خو اوس چا ته پته نه لګېږي چې زمونږ پاليسي څه ده؟ زه نه پوهېږم چې د افغانستان سره زموږ د حکومت اړيکې په کومه سويه دي او د دې خرابو اړيکو د ښه کولو کوشش ولې نه کيږي؟ "

په داسې حال کې چې پاکستان په افغانستان کې له واکمنو طالبانو دا هیله لري چې د هغو پاکستانیو وسله والو خلاف اقدامات وکړي چې په افغانستان کې پراته دي او د پاکستان په وینا د افغانستان د خاورې نه په استفاده پر پاکستان بریدونه کوي، ایا افغان طالبان د دې کار ظرفیت او اراده لري که نه؟ په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نواز خان یې په ځواب کې وايي چې د افغان طالبانو لپاره هم دا اسان کار نه دی چې د دغو وسله والو په ضد ګامونه واخلي۔ هغه وايي: "دغه ډلې که د تحريک طالبان په شکل کې دي، که د حافظ ګل بهادر ګروپ په شکل کې، دوی د افغان طالبانو سره يو وخت مرسته کړې ده او څنګ په څنګ ورسره د امريکايانو او نېټو خلاف جنګيدلي دي۔ اوس افغان طالبانو ته دا مشکل دی چې د هغوی پر ضد اقدامات وکړي."

حق نواز وړاندې وايي، افغان طالبان ډارېږي چې که هغوی د پاکستاني طالبانو خلاف اقدامات وکړي نو هسې نه په هغوی کې داسې وسله وال موجود وي چې ترې خپه شي او له داعش سره ملګري شي. د نوموړي په وینا همدا ده چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ اړیکې خرابېږي لګیا دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG