د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پوځ مشر وايي د بې اسناده بهرنیانو ایستل د هېواد په ګټه تمامېږي


د افغانانو یوشمېر کډۍ له تورخم سره نېږدې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ولاړې دي - د نومبر درېیمې انځور.
د افغانانو یوشمېر کډۍ له تورخم سره نېږدې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ولاړې دي - د نومبر درېیمې انځور.

د پاکستان د پوځ مشر د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو په اړه د نګران حکومت د اقداماتو ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې چارواکو دا پرېکړه د هېواد ګټو ته په پام کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې جنرال سید عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه په پېښور کې د پوځي افسرانو غونډې ته په وینا کې وویل چې "ناقانونه" بهرنیان په جدي ډول د پاکستان امنیت او اقتصاد اغېزمنوي.

ده دعوه وکړه چې چارواکي "په ډېر احترام" بې اسناده بهرنیان، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ستنوي.

دا لومړی ځل دی د پوځ مشر د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو حکومتي پرېکړې په اړه څرګندونې کړې دي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر پر درییمه بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

په همدې حال کې افغانانو او د پاکستان تابعیت لرونکو پښتنو په بیا بیا دعوې کړې دي چې پولیس یې پر اسنادو لرلو سربېره ځوروي، نیسي یې او ورڅخه پیسې اخلي.

خو د پاکستان چارواکي وايي چې ټولو اړوندو ادارو ته یې امر کړی دی چې اسناد لرونکي بهرنیان او پاکستاني وګړي دې نه ځوروي او د کراچۍ پولیسو په دې تور درې سرتېري هم نیولي دي.

په خیبر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یو چارواکي ارشاد خان د ډېسېمبر پر پینځمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د ډېسېمبر تر څلورمې پورې تر ۴۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي او دا بهیر روان دی.

له کراچۍ د افغانانو ایستل

په کراچۍ کې د طالبانو د واک لاندې د قونسلګرۍ مشر سید عبدالجبار د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې یوه ورځ مخکې ۱۱۴ افغانان د کراچۍ له مرکزي او ملیر زندانونو څخه خوشې شول او د چمن له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي.

ده وویل چې یوازې په نومبر میاشت کې ۴۲۷ اسناد لرونکي کډوال د کراچۍ له زندانونو څخه خوشې شوي دي چې اوس په هغه ښار کې اوسي.

دی زیاتوي چې د ۲۰۲۲ز کال له جولای راهیسې په کراچۍ کې شاوخوا ۲،۵۰۰ افغانان، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل ول، نیول شوي ول چې د اسنادو نه لرلو له کبله ورته عدالت سزا اورولې وه او بیا وروسته هېواد ته لېږدول شوي دي.

اخوا په کراچۍ کې د بشري حقونو قانونپوهه او د زنداني افغانانو وکیله منیزه کاکړه وايي چې تازه لېږدول شویو افغانانو تېره میاشت په زندان کې سزاګانې پوره کړې وې.

هغه زیاتوي چې اوسمهال چې بې اسناده افغانان نیول کېږي نو پولیس یې زندان ته نه بلکې مستقیماً افغانستان ته لېږدوي.

د ملګرو ملتونو د څېړونکو د ډلې څرګندونې

اخوا د ملګرو ملتو د راپور ورکوونکو او څېړونکو یوه ډله وایي، له پاکستانه په زوره د افغانانو ایستل د یوشمېر وګړو بشري حقونه له جدي خطر سره مخامخولای شي.

دوی د ډېسېمبر پر شپږمه په جېنیوا کې د یوې غونډې پرمهال خبرداری ورکړ چې هغه افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري یا یې نه لري، د انساني قاچاق په شمول له هر ډول ګواښ سره مخامخېدای شي.

په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ هم حضور درلود.

د ملګرو ملتونو هغې ډلې د کډوالو د ایستلو پر مهال د نجونو او ښځو د احتمالي قاچاق خبره هم کړې ده او ویلي یې دي چې ممکنه ده چې مذهبي لږکي او د پخواني حکومت چارواکي په افغانستان کې محاکمه شي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ د ډېسېمبر پر اوومه پاکستان ته ورسي او هلته له چارواکو سره د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅې ویلي دي چې وېسټ به د ډېسېمبر تر نهمې پورې په اسلام اباد کې وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. پاکستان او ایران ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG