د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، ۲۰۲۳م د دوی لپاره ستونزمن کال وو


د ۲۰۲۳زکال د نومبر پر دریمه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لارۍ په تورخم کې روانې دي.
د ۲۰۲۳زکال د نومبر پر دریمه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لارۍ په تورخم کې روانې دي.

په پاکستان کي مېشت افغان کډوال وايي په ۲۰۲۳ز کال کې د دوی ستونزې نورې زياتې شوې او دا د دوی لپاره سخت کال وو.

په کراچۍ کې میشتو یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته وویل په هغه کال کې د نګران حکومت له لوري د بې اسناده افغانانو ویستلو تر پرېکړې وروسته د پولیسو لخوا د دوی نیول، بندي کولو، ځورولو او په زور د ویستلو لړۍ یې ژوند سخت اغیزمن کړی دی.

محمد ولي افغان له تېرو ۳۰ کالو راهيسې په کراچۍ افغان کيمپ کې ژوند کوي. هغه د ډېسېمبر پر۳۱مه مشال راډیو ته وویل، حکومت پرېکړه کړې وه چې ټول بهرنیان وباسي خو دا پرېکړه یوازې پر افغانانو عملي شوه. "افغانان په پاکستان کې قانوني مېشت دي خو بيا هم د بې اسنادو په نامه ځورول شوي دي او لا هم تنګول کېږي."

په کراچۍ کې د افغانانو سربېره په لسګونو زره د بنګلا دېش، برما او ځینو نورو هېوادونو څخه ورغلي خلک ژوند تېروي خو د کراچۍ پولیسو تېر کال پولیسو زرګونه افغانان ونیول چې ګڼ شمېر یې حکومت له هېواده وشړل او ځینې لا هم په زندانونو کې دي.

په کراچۍ کې پر د طالبانو جنرال قونصل عبدالجبار مشال راډیو ته وویل تېر کال ۴۹۵۳ کسان د پاکستان حکومت افغانستان ته واستول او ۸۰۰ افغانان لا هم د کراچۍ په زندانونو کې دي.

د کراچۍ په افغان کېمپ کې میشت حاجي عبدالله وایي چې تېر کال هلته میشت کډوال ډېر وځورول شول خو هیله لري چې نوی کال به د تېر شوي هغې په شان نه وي او ستونزې به یې کمی او د ژوند چارې به یې بهترې شي.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر درییمه بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د نومبر پر لومړۍ د افغانانو د ایستلو بهیر پیل شو چې لا هم دوام لري.

په کراچۍ کې افغان کډوال تور لګوي چې پوليس قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نیسي او پيسي ترې اخلي او ځوروي خو دکراچۍ پوليسو دافغان کډوالو دا تورونه تل رد کړي دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه په پېښور کې د پوځي افسرانو غونډې ته په وینا کې وویل چې "ناقانونه" بهرنیان په جدي ډول د پاکستان امنیت او اقتصاد اغېزمنوي.

ده دعوه وکړه چې چارواکي "په ډېر احترام" بې اسناده بهرنیان، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ستنوي.

د پاکستان ګڼو سیاسي ګوندونو او بشري حقونو تنظیمونو او سياسي ګوندونو د پاکستان د حکومت له خوا د کډوالو ستنولو پر پرېکړه نیوکې کړي او په بیا بیا یې ورڅخه غوښتي چې هغه پرېکړه دې بېرته واخلي.

په اکتوبر میاشت کې ملګرو ملتونو په اعلاميه کې پر هغو راپورونو اندېښنه ښوولې وه چې پکې "له پاکستانه د افغانانو خپلسري شړل او ناوړه چلند، دافغانانو په خپلسري ډول نیول، د ملکیتونو او شخصي اثارو ویجاړول او له زور زیاتي سره د هغوی مخامخېدل" شامل دي.

سازمان پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

په خیبر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) چارواکي وایی چې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پرافغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. پاکستان او ایران ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG