د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت پلاوی له پاکستانیو چارواکو سره خبرې کوي


د افغان طالبانو يو پلاوی د مذاکراتو پر مهال ـ پخوانی انځور
د افغان طالبانو يو پلاوی د مذاکراتو پر مهال ـ پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي نن (د جنورۍ پر درېيمه) په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره خبرې کوي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د جنورۍ پر درېيمه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټۍ شپږمه غونډه وشوه.

نوموړي زياته کړې چې د طالبانو د پلاوي مشري د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستيال او د کندهار سرپرست والي ملا محمد شیرین اخند کوي.

د مجاهد په خبره، په دغه ناسته کې به د دواړو هېوادونو ترمينځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د اسانتياوو د رامينځته کېدو په تړاو بحثونه کېږي.

ملا شیرین د افغان طالبانو مشر ته نېږدی کس ګڼل کېږي. له هغه سره په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د دفاع او بهرنیو چارو وزارت ترڅنګ د استخباراتو چارواکي هم شامل دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دراني هم مشال راډیو ته ويلي چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی په اسلام اباد کې په پاکستانيو چارواکو سره خبرې کوي.

د افغان طالبانو د سفر په اړه په رسمی توګه اسلام اباد کې ډېر څه نه دي ویل شوې، البته حکومتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې پاکستان به د تحریک طالبان پاکستان د مخ پر زیاتېدونکو فعالیتونو پر مسله د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې کوي.

تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت استازي مولانا فضل الرحمان ته افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

نوموړي د جنورۍ پر دويمه په ډېره اسماعيل خان کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د هغه د سفر مقصد د افغانستان او پاکستان ترمينځ "د بې باورۍ فضا" ختمول ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتونو اړيکې له څه مودې راهیسې سړې دي.

پاکستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ تورنوي او وایي هغه ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري.

د پاکستان پوځ د ډېسمبر پر ۲۸مه د کور کمانډرانو (قول اردو قوماندانانو) تر غونډې وروسته وویل چې په ګاونډي هېواد(چې ښايي اشاره یې افغانستان ته وه) کې ټي ټي پي او د نورو وسلوالو پټنځایونه او د هغو وسلوالو سره د پرمختللو وسلو موجودیت د پاکستان سلامتیا ته خطر پېښ کړی دی. تر دې وړاندې هم د پاکستان پوځ او حکومت بیا بیا دا ډول بیانونه ورکړي دي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې خاوره یې د چا پر ضد نه استعمالېږي.

دا راز د طالبانو حکومت تور پورې کوي چې د داعش په ليکو کې ورغلي پاکستاني وسلوال په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري. د طالبانو حکومت دا ادعا هم کوي چې په سلګونو پاکستاني وسلوال یې نيولي او له ۲۰ زیات یې وژلي دي.

د دواړو خواوو تر مینځ د تريګلتيا له امله د دواړو هېوادونو د خلکو تګ راتګ او تجارت هم اغېزمن شوی دی او تورخم دروازه د تېر کال په اوږدو کې څو ځلې تړل شوې او بیا پرانیستل شوې ده.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت اړیکې تر هغې وروسته هم اغېزمنې شوې چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پاکستان له خپلې خاورې د بې اسناده بهرنیانو د وايستلو اعلان وکړ چې زياتره يې افغانان دي. تر هغې پرېکړې وروسته تر اوسه له پاکستانه له ۵۰۰،۰۰۰ زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG