د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي له تاجکستان او پاکستانه وسلوال افغانستان ته ورځي


په افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ـ انځور له ارشیفه
په افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ـ انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وايي له پاکستان او تاجکستانه غواړي چې د هغو وسلوالو مخه ونیسي چې د دوی له خاورې افغانستان ته ځي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۳۱مه په کابل کې په يوه غونډه کې وويل چې په افغانستان کې په وروستيوو بريدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړي ښکېل وو.

هغه ادعا وکړه چې د طالبانو ځواکونو د داعش پر ضد د جګړو په مهال په لسګونو تاجکستاني او له ۲۰ زيات پاکستاني وګړي وژلي او په سلګونو یې ژوندي نيولي دي.

د پاکستان او تاجکستان حکومتونو او داعش په دې اړه څه تازه غبرګون نه دی ښوولی. خو په اسلام اباد کې د نګران حکومت چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې افغان طالبانو د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د هغو وسله والو پر وړاندې څه نه دي کړي چې په پاکستان کې بريدونه کوي.

دوی په ځينو حملو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا ادعا هم کړې ده چې افغان طالبان او ټي ټي پي یې ردوي. بلخوا ملا یعقوب مجاهد هم دا تور رد کړ او ټينګار یې وکړ چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه استعمالېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG