د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن "د طالبانو او پاکستان بې باورۍ ختمولو لپاره" کابل ته ځي


مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې د طالبانو لخوا چليدونکې افغان سفارت ناظم الامور سردار احمد شکيب څخه کابل ته د سفر بلنه اخلي.
مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې د طالبانو لخوا چليدونکې افغان سفارت ناظم الامور سردار احمد شکيب څخه کابل ته د سفر بلنه اخلي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې ښايي راتلونکې اونۍ افغانستان ته سفر وکړي.

نوموړي د جنورۍ پر دويمه په ډېره اسماعيل خان کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د هغه د سفر مقصد د افغانستان او پاکستان ترمينځ "د بې باورۍ فضا" ختمول ده. "موږ بايد د يو بل ثبات، اقتصادي ثبات او استقلال مخې ته کښېږدو. د افغانستان ثبات د پاکستان ضرورت دی او د پاکستان ثبات د افغانستان ضرورت دی. د همدې مقصد لپاره به زه ځم. او د دواړو هېوادونو ترمينځ چې د بې باورۍ فضا رامينځ ته کول کېږي، انشاالله دا به ماتوو."

مولانا فضل الرحمان په دې اړه نور تفصيل ورنکړ خو تر دې وړاندې د جمعيت علما اسلام (ف) يو مخکښ مفتي کفايت الله د دیسمبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته ويلي وو چې مولانا فضل الرحمان په کابل کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د بې اسناده افغانانو هېواد ته د ستنولو تر څنګ پر امنیتي موضوعاتو غږېږي. نوموړي زیاته کړې وه چې د جمعيت د مشر د سفر پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او داعش وسلوالو ډلو په اړه هم د خبرو اترو امکان دی.

دا تر هغه وروسته ده چې په اسلام اباد کې په افغان سفارت کې د طالبانو شارژدافېیر (ناظم الامور) د دیسمبر پر ۱۶مه مولانا فضل الرحمان ته افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړې وه. مولانا فضل الرحمن له مودو راهیسې د افغان طالبانو په ملاتړ بیانونه ورکړي دي.

مولوي کفايت الله ويلي چې افغان طالبان پاکستان ته نيږدې دي او نه غواړي چې هغوی سره اختلاف پيدا شي. د هغه په خبره مولانا فضل الرحمن په طالبانو کې ډير محبوبیت لري نو ځکه فاصلې کمولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تور پورې کوي چې د داعش په ليکو کې ورغلي پاکستاني وسلوال په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري. د طالبانو حکومت دا ادعا هم کوي چې په سلګونو پاکستاني وسله وال یې نيولي او له شلو زیات یې وژلي دي.

بلخوا د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي او د هغې ډلې وسلوال په پاکستان کې بریدونه کوي. د پاکستان چارواکو په ځینو حملو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا دعوې هم کړې دي. خو د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۱۴مه هم د پاکستاني ديني عالمانو یو پلاوی د افغان عالمانو او طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی وو. د پلاوي یو مشر مولانا محمد طیب قریشي مشال راډیو ته ویلي وو چې په دې پلاوي کې ۸ پاکستاني ملايان شامل دي او افغان طالبانو سره د تحريک طالبان پاکستان په اړه خبرې کوي.

تر دوی مخکې، د ديني عالمانو يو بل پاکستاني پلاوي په کابل کې، د افغان طالبانو د حکومت په منځګړتوب نېغ په نېغه د تحريک طالبانو پاکستان سره خبرې کړې وي. په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان د ديني عالمانو او قومي مشرانو دغو پلاوو يو پلاوو د خبرو په نتيجه کې د پاکستان ریاست او ټي ټي پي ترمنځ د سولې مذاکرات وشول او بیا يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد.

خو وروسته دا اوربند مات شو. ټي ټي پي د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۲۸مه په یوه بیان کې دعوه وکړه چې "پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره" کړې نو ځکه خپلو وسلوالو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي. دې ناقانونه او ترهګرې اعلان شوې، وسله والې ډلې ادعا کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په پاکستان کې ۶۱ بریدونه کړې چې ۱۲۳ پوځيانو او پولیسو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG