مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي.
د شمالي وزیرستان پولیسو دعوه کړې ده چې ولس ورسره د هدفي وژنو په پلټنو کې همکاري نه کوي. د سیمې یو پولیس افسر علي خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس د هرې پېښې پلټنې د مدعیانو او عیني شاهدانو د بیانونو او شواهدو پر اساس کوي، خو ولس ورسره پوره مرسته نه کوي. په دې اړتفصیل په رپورټ کې.
ګنډه پور د صوبې پر خلکو غږ وکړ چې د درغلیو او اداري فساد پرضد دې هڅې وکړي. "د کرپشن پرضد جهاد شروع کړئ، موږ له تاسې سره یو. د چا څه جرات چې له تاسو پیسې وغواړي؟ د چا څه جرات چې له تاسو رشوت وغواړي."
ډاکتر مجاهد خان وايي، که په قبایلو کې طبي اسانتیاوې وای نو د هغو سیمو اوسېدونکي نورو ښارونو ته نه تلل. "موږ ګورو چې له قبایلي ضلعو څخه خلک دلته د وړو، وړو ناروغیو لپاره علاج لپاره راځي. که هلته هر څه پوره وای نو دوی به دلته ولې راتلل؟"
لياقت چټه وویل چې هغه د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر مهال د راولپېنډۍ ډوېژن د قامي اسمبلۍ پر اووه او د صوبایي اسمبلۍ پر ۱۳ څوکیو درغلۍ کړې دي او بایلونکو نوماندانو ته یې لسګونه زره رایي ورزیاتی کړې دي او په دې توګه یې هغوی بریالي کړي دي.
بلوڅ ویلي چې هغو ګوندونو فیصله کړې چې د بلوچستان اسمبلۍ وداني محاصره کړي او ورته د "جعلي ګوډاګیو" استازو د ورتګ مخه نیسي او داراز، د بلوچستان موازي یا متوازي اسمبلي جوړوي چې غړي به یې د صوبې د "ولس اصلي استازي" وي.
د غورځنګ مخکښه غړو پر اېکس په جلا، جلا بیانونو کې د داوړ انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې ډاکترانو د هغه جراحي کړې ده او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر خپله ووبپاڼه د ۲۵۰ څوکیو غیر حتمي پایلې خپرې کړې دي چې له مخې یې خپلواکه نوماندانو ۹۹، پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۱، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۳، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷ ګټلي دي.
د خيبر پښتونخوا د صحت وزارت وايي، د دې کار لپاره یې ۱۰ کلېنېک لرونکي ګاډي د قبایلي ضلعو د روغتیا ادارو ته سپارلي دي او ۱۷ نور وروسته ورکوي.
د دسمبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې، د وژل شویو په یاد کې جوړې شوې غونډې په مهال بلاول وویل چې د دې پلټنې پکار دي چې په افغانستان کې د رژیم بدلېدو وروسته د پاکستاني طالبانو سره مذاکرات چا پیل کړل.
د خيبر پښتونخوا په ۱۶ ضلعو کې د ځمکو ریکارډ په کمپيوټرونو کې د خوندې کولو لپاره د امريکا پرمختيايي ادارې په مرسته پیل شوې پروژه له ځېنو خنډونو سره مخامخ ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په قبايلي ضلعو کې د ځمکو پر سر په شخړو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو ملي کمېشن له سیاسي ګوندونو څخه غوښتي دي چې په خپلو انتخاباتي منشورونو کې دې د ماشومانو د حقونو موضوع هم شامله کړي. دا غوښتنه کمېشن د نومبر پر ۲۰مه بېلابېلو ګوندونو ته په استولي لیک کې کړې ده. تفصیل په رپورټ کې.
د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې ویلي چې په تېر يو شواروز کې بارانونو او ږلۍ په مانسهر کې دوه کسا ن وژلي دي
د درازنده سیمې د پولیسو مشر ډي اېس پي اصغر علي شاه د نومبر په اوومه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه نامعلومو وسله والو د الحاج د تېلو او ګېسو کمپنۍ په ودانۍ برید وکړ چې په ترڅ کې یې د کمپنۍ ساتونکیو ته مرګ ژوبه واوښته
د خیبر پښتونخوا په کوز کوهستان کې یوشمېر دیني عالمانو د کلیوال پرمختګ لپاره د یوې ناحکومتي ادارې ښځینه کارکوونکو ته بې له محرمه د کار کولو په صورت کې د جبري ودونو او له سیمې څخه د شړلو ګواښ کړی دی. خو چارواکي وايي، هېڅوک دا ډول کارونو ته نه پرېږدي. تفصیل په رپورټ کې.
په افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوال وايي چې پر څه باندې نهه کلونو تېرېدو سربېره یې حکومت لا هم خپلو کلیو ته نه ستنوي. هغه خلک په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال افغانستان ته کډه شوي ول چې څه باندې ۹،۰۰۰ کورنۍ یې لا هم په خوست او پکتیکا کې مېشتې دي. نور په رپورټ کې.
هغې ادارې د اکتوبر پر ۲۷مه په رپورټ کې ویلي دي چې غیر حاضرو ښوونکو څخه یې څه باندې ۸،۰۰۰ هغه دي چې په دایمي ډول دندو ته نه دي تللي او د پاتې نورو د غیر حاضریو شمېر لوړ وو.
هغه ګوند پر خپله رسمي اېکس پاڼه، چې پخوا یې نوم ټوېټر وو، لیکلي دي چې د اکتوبر پر ۲۲مه د خپل مشر سردار اختر مېنګل په مشرۍ د یوې "وژونکې ډلې (ډېت سکواډ) پر ضد" کوي. هغه ګوند تور پورې کوي چې ریاستي ادارو د سیاسي مخالفینو ختمولو لپاره هغه ډله جوړه کړې ده خو د پاکستان حکومت دا تور ردوي.
د بشري حقونو کارکوونکې او وکیلې مهوش محب کاکاخېل په پېښور های کورټ کې په دې اړه درخواست جمع کړی دی.
نور وښیئ