د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي له افغانستانه د ترهګرو بریدونو د مخنيوي لپاره د څار نظام پراخوي


امريکايي سرتېري په کندهار کې د څارګرې او بریدګرې بې پايلټه ډرون الوتکې سره ولاړ دي ــ د ۲۰۱۶ز کال عکس.
امريکايي سرتېري په کندهار کې د څارګرې او بریدګرې بې پايلټه ډرون الوتکې سره ولاړ دي ــ د ۲۰۱۶ز کال عکس.

د امريکايي پوځ مرکزي قومانداني وايي له افغانستانه د ترهګرۍ خطر د مخنيوي لپاره د دغه هېواد پر فضا څارنه او د انسانانو له خوا د معلوماتو راټولول زیاتوي.

د امریکايي پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د مې پر ۱۶مه، کانګرس ته د ۲۰۲۳ز کال له جنورۍ تر مارچ مياشتو پورې د څارنې عملياتو راپور لېږلی دی. په هغه راپور کې ويل شوي چې که اسلامي دولت وسلواله ډله يا داعش له افغانستانه بهر بریدونو ته لومړیتوب ورکړي، کولای شي په شپږو میاشتو کې د امریکا او نورو لوېديزو هېوادونو پر اهدافو بریدونه وکړي.

دغه راپور د امریکا د دفاع وزارت یا پېنټاګان د سرپلټونکي له خوا جوړ او خپور شوی دی. دا د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې حکومت په زور نيولی، د پېنټاګان شپږم راپور دی.

په راپور کې د داعش د لویو حملو په اړه راغلي چې دې وسلوالې ډلې په افغانستان کې د هوایي ډګر، بهرنیو چارو وزارت مخې ته، او د طالبانو پر واليانو بریدونه کړي دي. د سېنټکام قوماندان مایکل کوریلا له خولې په راپور کې ويل شوي چې د طالبانو حکومت له داعش سره د مبارزې لوړه اراده لري، خو په خبره یې دا وړتيا نه لري چې د داعش د راتلونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.

په راپور کې زیاته شوې چې اوسمهال په افغانستان کې د امريکا د دفاع ورازت او د امريکايي پوځ د استخباراتي معلوماتو راټولولو وړتيا محدوده ده. خو زیاته شوې چې امريکا د هوا له لارې د معلوماتو راټولول ازمويي.

راپور ويلي چې له افغانستانه د ممکنه ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره به امريکا نه يوازې د فضا بلکې د خلکو له خوا ورکول شوي معلومات هم راټولوي.

طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي‌ ويلي خو په تېرو وختونو کې د دوی د حکومت چارواکو نه ده منلي چې داعش دې په افغانستان کې لوی خطر وي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي څو ځلې ويلي چې له امريکايانو سره په ۲۰۱۹ز کال کې د دوحې تړون ته ژمن دي او د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي. په دې تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د القاعده په شمولو ټولو وسله والو پر ضد به اقدامات کوي او په افغانستان کې به د فعاليتونو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر ۲۳مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وينا کې ويلي وو چې هېواد یې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنه لري. هغه ادعا کړې وه چې په افغانستان کې داعش، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ ډلې شته.

د ۲۰۲۳ز کال په فبرورۍ کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو حکومت او القاعده ترهګرې ډلې د اړيکو په اړه اندېښنې ښوولې وي. امريکايي چارواکو زیاته کړې وه چې که طالبان د هغې ډلې سره اړيکې پرې نه کړي او د فعاليت مخه یې نه نیسي نو واشنګټن چمتو دی او وړتیا لري چې د خپلې خاورې دفاع وکړي.

د هغه وزارت ویاند نېډ پرایس د فبرورۍ پر ۱۵مه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د بېلګې په ډول یاد کړي وو او زیاته کړې یې وه: "طالبانو په شخصي ناستو کې او په ډاګه ویلي چې هغو [وسلوالو ډلو] ته به د افغانستان د خاورې استعمالولو اجازه نه ورکوي چې د امريکا پرضد پلان جوړوي. دویمه مسله دا ده چې موږ چمتو یو، ژمن یو او دا وړتیا لرو چې که چېرې طالبان پر خپلو ژمنو د عمل کولو جوګه نه وي یا نه غواړي نو خپله به اقدام کوو."

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر لومړۍ نېټه اعلان کړی وو چې د جولای پر ۳۱مه یې په ډرون برید کې په کابل کې د القاعده مشر ايمن الظواهري وژلی دی. پر هم هغه ورځ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي ډرون حملې غندنه وکړه.

طالبان تر دوو ورځو پورې په دې اړه غلي پاتې شوي ول. تر دې مخکې د طالبانو حکومت د جولای پر ۳۱مه په شېرپور کې پر یوه کور د توغندي برید تایید کړی وو خو ویلي یې ول چې وداني خالي وه او پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وروسته طالبانو وويل چې د پېښې له ځايه یې د چا مړی نه دی تر لاسه کړی او د الظواهري د مبیینه وژنې په اړه پلټنې روانې دي. خو هغوی تر اوسه د دې پلټنو څه نتيجې نه دي وړاندې کړې.

XS
SM
MD
LG