د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو هوکړه به تشدد پای ته ورسوي؟


د امریکا او طالبانو د خبرو اترو پخوانی عکس
د امریکا او طالبانو د خبرو اترو پخوانی عکس

پراګ - د امریکا او طالبان ترمنځ د سولې تړون په ځانګړې توګه په افغانستان کې داسې هیلې پیدا کړې دي چې ګواکې په هیواد کې روانه جګړه به پای ته ورسېږي او د سولې راتګ ته به لاره هواره شي.

ډېره خلک تمه لري چې د دې تړون تر لاسلیک کېدو وروسته به په افغانستان کې اوربند وشي او د افغانانانو خپلمنځي خبرې اترې به پیل شي.

خو پوښتنه دا ده چې که طالبانو له امریکا او افغان حکومت سره سوله وکړي نو له دې سره به په افغانستان او سیمه کې تشدد پای ته ورسېږي او که څنګه؟

د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکی حکمت اعظمي وايي ، دی فکر نه کوي چې ګواکې دا تړون دې په افغانستان کې مکمل امن قایم کړي.

ده وویل ، په دې کې طالبان هم شک نه لري چې په دوي کې به هغه کسان جګړې ته دوام ورکړي چې سخت فکر لري او د جګړې پر دوام باور لري.

حکمت اعظمي وویل ، "طالبانو د ۲۰۲۰م کال له پیله په خپلو لیکو کې بدلونونه کړي دي او په خاصه توګه یې داسې کسان لرې کړي دي چې سخت فکر لري."

د ده په وینا ، طالبانو دا کار د دې لپاره کړی چې دا کسان په واک کې پاته نشي چې جګړې ته دوام ورکړي خو د دې کار منفي اړخ بیا دا دی چې دې کسانو ته جواز په لاس ورځي چې جګړه جاري وساتي.

حمت اعظمي وویل ، د دې مسلې بهرنۍ اړخ بیا دا دی چې که طالبان سوله کوي نو به یې د مشرتابه کورنۍ له پاکستانه وځي او پاکستان ښايي دا ونه غواړي ځکه چې بیا به پرې نفوذ ونه لرلای شي.

د ده په وینا ، دا خبره هم ډېره مهمه ده چې که طالبان له جګړې لاس اخلي نو په افغانستان کې موجود د لښکر طیبه او جېش محمد له وسله والو سره به څه کېږي؟

د سیمه ییزو چارو پوه رحیم الله یوسفزی وايي ، که طالبان سوله وکړي هم نو په سیمه کې داسې وسله والې ډلې شته چې ښايي له تشدده لاس وانخلي.

نوموړي وویل ، "ماته داسې نه ښکاري چې په طالبانو کې دې بله ډله اوسمهال ښکاره شي خو نورې ډلې شته ، لکه داعش ، القاعده ، ایسټ ترکستان اسلامک موومنټ ، اسلامک موومنټ اف ازبکستان دی او پاکستاني طالبان دي ، هغوي خو اوس هم لګیا دي بریدونه کوي او هغوي ځکه د سولې خلاف دي چې د جنګ د دوام له کبله خوندي دي."

خو رحیم الله یوسفزي وویل چې دا ډلې دومره قوي نه دي پاتې او که افغانستان او پاکستان په رښتونې توګه یو بل ته لاس ورکړي نو دا ډلې بیا له منځه وړلای شي.

خبریال او شنوونکی سمیع یوسفزی وايي ، په روانه اونۍ کې د تشدد کمي ښودلې چې طالبان سره په یوه خوله دي او چې وکړي نو هغه خبره ښايي عملي هم کړي.

ده وویل ، چې که طالبان تر روغې جوړې وروسته د نظام برخه شي نو به بیا نورو ډلو ته هم دا ډېره ګرانه وي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

ده وویل ، "چې کله دوي روغه وکړي نو به په یو سیاسي قوت او سیاسي تنظیم واوړي او بیا که د نظام برخه جوړېږي نو نظام به قوي شي او چې نظام قوي شي بیا نورې ډلې نشي کولای چې د افغانستان خاوره د افغانانو او یا نورې نړۍ پرضد استعمال کړي."

د پاکستان په ګډون سیمه ییز او د نړۍ نورو هیوادونو ویلي چې دوي په افغانستان کې د روغې جوړې او سوله ییز حل ملاتړ کوي او په افغانستان کې له لسیزو راهسې روانه جګړه پای ته رسول غواړي.

XS
SM
MD
LG