د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي په افغانستان کې لا هم امريکايي ډرون الوتکې ګرځي


ذبیح الله مجاهد د يوې خبري غونډې په مهال
ذبیح الله مجاهد د يوې خبري غونډې په مهال

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ومنله چې لا هم امريکايي ډرون الوتکې ګرځي چې دوی یې په اړه امريکايانو ته خپل اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو ویاند دبیح الله مجاهد د اګست په ۲۵مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د امريکايي الوتکو ګرځيدل د افغانستان له خودمختارۍ سرغړونه ده چې په اړه یې د امريکايي چارواکو سره په بيا بيا خبرې شوې دي. هغه دا ونه ويل چې دا الوتکې له ګاونډي پاکستانه ورځي او که په منځني ختيځ کې له امريکايي پوځي مرکزونو څخه.

مجاهد زیاته کړه چې که امريکايان د کومې وسله والې ډلې په اړه اندېښنه لري، د طالبانو حکومت سره دې یې شريکه کړي. امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست په لومړۍ نېټه ناوخته اعلان وکړ چې د جولای پر ۳۱مه یې په ډرون برید کې په کابل کې مېشته د القدعده وسله والې ډلې مشر، اېمن الظواهري وژلی دی. هغه طالبان له القاعدې ډلې سره پر اړیکو پاللو تورن کړل.

د اګست په ۲۵مه، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد يو ځل بیا د امریکايي ډرون حملې غندنه وکړه او وي‌ ويل چې دوی لا هم تحقیقات کوي چې ایا په دغه برید کې رښتيا هم ظواهري وژل شوی او کنه. "د کابل په شېرپور کې پر یوه کور د توغندي برید له ځایه کوم مړی نه دی موندل شوی. زموږ تحقیقات کوونکي په دې اړه کار کوي چې معلومه شي چې ایا د القاعده د مشر د وژنې په اړه د امريکا ادعا رښتیا ده او که څنګه؟"

مجاهد زیاته کړه چې په کابل کې د ډرون حملې او په افغانستان کې د امريکايي‌الوتکو ګرځيدل د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ په مياشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د موافقې سرغړونه ده خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اګست پر لومړۍ نېټه د ظواهري د وژنې تر اعلان وروسته طالبان تورن کړي وو چې د القاعدې مشر ته یې په پناه ورکولو د "دوحې د موافقې جدي سرغړونه" کړې ده.

د دوحې په موافقه کې راغلي وو چې طالبان به له القاعدې ډلې سره تعلقات پرې کوي او هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو پرضد وکاروي. طالبان وايي د نړيوالو وسله والو ډلو سره هېڅ اړيکې نه لري.

ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د ظواهري په مشرۍ القاعدې ډله له طالبانو سره نېږدې تعلقات پالي. په رپورټ کې راغلي ول چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې وه او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوې وې.

د طالبانو وياند، ذبیح الله مجاهد په خبري غونډه کې د داعش وسله والې ډلې په اړه هم وغږيد. هغه وويل چې نړۍ دې د دغه ډلې له حملو نه ویریږي. يو خبریال له نوموړي وپوښتل چې د روس دفاع وزیر ويلي‌چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې فعالیتونه د اندېښنې وړه ده نو په اړه یې طالبان څه کوي؟ مجاهد وويل چې هېڅ هېواد دې تشویش نه لري او داعش ډله دومره قوي نه ده چې له افغانستانه دې چا ته خطر پېښ کړي.

مجاهد دا ادعا په داسې حال کې کوي چې داعش وسله والې ډلې په دې وروستيوو کې په افغانستان کې د ځينو طالب پلوو ديني عالمانو د وژنې او نورو حملو ذمه واریانې منلې دي.

XS
SM
MD
LG