د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې زرګونه روزلي جګړه مار د چا لپاره ګواښ دی؟


د جنوبي وزیرستان له انګور اډې سره پر ډیورنډ کرښه غځېدلی تار
د جنوبي وزیرستان له انګور اډې سره پر ډیورنډ کرښه غځېدلی تار

د ملګرو ملتونو امنيت شورا لپاره په کښلي یوه تازه راپور کې راغلې چې له پاکستانۍ پولې سره نيږدې د افغانستان لوري ته د ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ګڼو نورو وسله والو ډلو څه نا څه ۲۶ زره روزلي جګړه مار شتون لري.

د راپور له مخې د ۲۰۱۹ز کال له دسمبره د ۲۰۲۰ز کال تر اګست میاشتې موده کې په افغانستان کې د ټي ټي پي او د نورو وسله والو ډلو ترمینځ یوځل بیا اتحاد شو دی.

په دغو رايوځای شویو ډلو کې شهر یار محسود ډله، جماعت الاحرار، حزب الاحرار، امجد فاروقي ډله او د عثمان سیف الله په نامه هغه ډله شامله ده چې مخکې يې د لشکر جهنګوي په نامه فعاليت کاوه. د راپور له مخې القاعده ډلې د دوی ترمینځ جوړجاړۍ کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۱ز کال د جنورې په ۲۸مه د افغانستان د ننګرهار په نازیانو سيمه کې د لشکر اسلام وسله والې ډلې د مشر منګل باغ له وژنې پس پاکستاني طالبانو د هغه په مرګ غمرازۍ وښوده او د لشکر اسلام له نوي مشر ځلا خان اپرېدي یې له طالبانو سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړه.

راپور زیاتوي چې د دغو وړو وړو ډلو له شموليت سره تحریک طالبان پاکستان چې د ۲۰۱۸ز کال له جون میاشتې راهسیې يې مشري نور ولي محسود کوي لا نور پیاوړی شوی دی.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د [بهرنيو وسله والو په اړه د افغان طالبانو نقطه نظر] تر سرلیک لاندې په یوه برخه کې راغلي، که څه هم د ټي ټي پي تګلارې او فعالیتونه د پاکستان پرضد دي خو په افغانستان کې د افغان حکومتي ځواکونو پروړاندې د افغان طالبانو ملګري دي.

د جولاي په ۲۶مه له امریکايي ټیليويژن سي اين اين سره په يوه مرکه کې د پاکستاني طا لبانو مشر نور ولي محسود په افغانستان کې د افغان طالبانو مبینه بریا د ټولو مسلمانانو بریا وبلله او زیاتوي چې له افغان طالبانو سره یې اړیکې د ورورولۍ، خواخوږۍ او په اسلامي اصولو مبني دي.

پوښتنه دا ده چې د دغو ډلو د یوځای کېدو او د تحریک طالبان پاکستان د پیاوړي کېدو به پر پاکستان څه اغیز وي او هغوی به په تشدد ولاړې خپلې پخوانۍ تګلارې جاري ساتي او که نه څه بدلون پکې راغلی دی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې څېړنکاره عايشه صديقه وايي چې اوس وسله والو ډلو له تشدد سره سره د سیاست او ستراتجیک اهدافو تر لاسه کولو طریقه هم زده کړې ده نو ځکه په پاکستان کې د ډېرو پرتشدده کاروایانو امکان نشته.

"دوی به اوس غواړي چې په نظریاتي توګه په پاکستان کې خپل اثر ورسوخ زیات کړي او د دوی چې هلته(پاکستان) کوم هم خیال خلک دي هغوی به له ځان سره ملګري کړي، ظاهره خبره ده، ټي ټي پي تشدد او ترهګریز فعالیتونه هم کوي خو اوس به دوی په هغه ځای کې پر تشدده کارروايانې کوي چېرته چې ضرورت وګڼي. مقصد دا چې دوی به اوس ستراتيجکي ترهګریز فعالیتونه کوي خو په خونړي بریدونو کې به ډېر زیاتوالی نه راځي البته د ستراتجیک تشدد او بریدونو شمېره به زیاته شي."

د ملګرو ملتونو [د تجزیاتي همکارۍ او بنديزونو] د څارنې ډلې په خپل ۲۸م خپور شوي دې راپور کې د چين له پولې سره نېږدې د افغانستان لورې ته د بیجنګ مخالف وسله والو د شتون پخلی هم کړی دی. له تېرو دوو لسیزو نه عبدالحق د دغې ډلې مشر دی.

د ملګرو ملتونو په اند دا ډله غواړي چې د چين په سنکیانګ کې اويغور ریاست جوړ کړي، نوځکه له افغانستانه تر چين پورې د جنګیاليو ملاتړ کوي د دغې ډلې ګڼشمېر وسله وال په شام کې شتون لري خو اوس هم دا ډله په افغانستان کې فعاليت کوي او د ۲۰۲۰ز کال د جولای په میاشت کې يې د بدخشان ولایت د کوران او مونجان ولسواليو د محاصرې پر مهال له افغان طالبانو سره ګډه برخه اخستې وه.

د راپور له مخې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د القاعده، جماعت انصار الله، جماعت التوحيد الجهاد سره کلکې اړيکې لري او د دوی مرستیال مشر حاجي فرقان د يو زر بهرنيو جګړه مارو مشري کوي چې ۴۰۰ يې دا مهال په بدخشان ولایت کې دي.

څیړونکې عامررانا په دې اند دی چې په افغانستان کې د بهرنيو وسله والو ډلو له افغان طالبانو سره ملاتړ په ستراجيکو اهدافو ولاړ دی، د ده په خبره دا ټولې ډلې له یو بل سره د دغو اهدافو په نښه کولو کې همکاري کوي دا چې پاکستاني طالبان هم له دغو ډلو سره په دې تګلاره کې ملګري دي؟ نو نوموړی یې په ځواب کې وايي:

"د دوی په تګلاره کې تر ټولو خطرناک بدلون چې موږ ګورو هغه اوس پر چين باندې متمرکز کېدل دي لکه څنګه چې په کوټه کې په سیرینا هوټل د دوی لخوا برید وو، له دغه بریده پس ښکاري داسې چې د دوی تګلارو کې بدلون راغلی دی، کيدای شي په ترهګریزو بریدونو کې اضافه وشي خو زما په اند دومره پیاوړي نه دي چې [پاکستان] کې به دوی پر یوڅه لویه رقبه واکمن شي او بله دا چې د ټي ټي پي بنیادي فعالیت هم پر تشدد او ترهګریزو تګلارو مبني دي."

په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو ډلو او د تحریک طالبان پاکستان د الحاق او د دغه اتحاد د ممکنه اثراتو په اړه مو د پاکستان د اطلاعاتو، داخله، خارجه، دفاع وفاقي وزیرانو او د امنيت په برخه کې د وزیر اعظم د سلاکار ډاکټر معيد يوسف سره د حکومت د دريځ مالومولو په اړه بیا بیا رابطه وکړه خو بریالي نه شو، البته د جولای پر نهمه د سېنېټ د خارجه چارو قايمه کميټۍ ته په خپله وينا کې د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي ويلي ول چې د تحریک طالبان پاکستان پیاوړي کېدل د پاکستان په ګټه نه دي او په هېواد کې به د طالبانايزيشن د مفکورې د خورېدو اجازه ورنکړي.

دغه غونډې ته ډاکټر معيد يوسف ويلي ول چې د طالبانو د ممکنه فعاليتونو د مخنيوي لپاره يې له افغانستان سره پر پوله يوشمېر امنيتي ګامونه پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG