د لاسرسي ځای

تازه خبر

متقي وايي افغانستان کې "داعش نه‌ شته" او وروستي بریدونه "له بهره" ورغلیو وسلوالو کړي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ناروې کې د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ناروې کې د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډله نه‌ شته او وروستي بریدونه "له بهره واردو شویو" وسلوالو کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي وايي، هغه ډله په افغانستان کې ختمه شوې ده.

نوموړي دا دعوه پر داسې مهال کړې ده چې په افغانستان کې د وسلوالې ډلې اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په ۲۰۲۱ز کال کې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د یوشمېر بریدونو ذمه واري منلې ده.

متقي د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې له ملي ټېلېوېژن سره د مارچ پر ۱۸مه په خپره شوې مرکه کې ادعا کړې چې په افغانستان مخالفې وسلوالې ډلې نه شته. "په افغانستان کې داعش نه‌ شته. په افغانستان کې مخالفې ډلې نه‌ شته، که دلته کومه پېښه کېږي دا له بهره راواردېږي. دا زموږ لپاره یو ښه زېری دی چې الحمد‌الله افغانان په خپل مینځ کې مشکل نه‌ لري."

متقي په دې اړه نور معلومات ور نه کړل او دا یې هم و نه ویل چې وسلوال له کومو هېوادونو ورځي او هلته حملې کوي.

طالب چارواکي په داسې وخت کې د داعش د ختمولو دعوه کوي چې د هغې ډلې د خراسان څانګې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د طالبانو د حکومت د والي مولوي محمد داوود مزمل د وژلو ذمه واري منلې ده. داعش د مارچ پر نهمه پر خپله خبري ووبپاڼه اعماق په یوه بیان کې ویلي ول، یوه ځانمرګي بریدګر د طالبانو د حکومت والي ته د هغه په دفتر کې ځان ورنېږدې کړ او بیا یې حمله وکړه.

طالب چارواکو په وروستیو میاشتو کې په بیا بیا د داعش د ځپلو او د هغې ډلې د یوشمېر مشرانو د وژنې دعوې کړې دي.

له دې پرته د طالبانو د حکومت چارواکو په وروستیو میاشتو کې په هغه هېواد کې د داعش حضور په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې ملي راډیو او ټېلېوېژن د فبرورۍ پر ۲۷مه پر ټوېټر د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د مرکې لنډه ویډیو خپره کړې چې پکې نوموړی وايي چې په "افغانستان کې داعش نور په ورکېدو دی."

تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویلي ول چې په وروستیو کې د داعش ډلې د خراسان څانګې وسلوال له "یوشمېر هېوادونو" افغانستان ته ورغلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دا و نه ویل چې وسلوال له کومو هېوادونو څخه او د افغانستان کومو برخو ته ورغلي، خو دعوه یې وکړه چې داعش د افغانستان لپاره ګواښ نه‌ بلکې یوه "ستونزه" ده.

خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ویلي ول چې داعش غواړي په کابل کې د ایران، هند او چین په سفارتونو بریدونه وکړي.

د فبرورۍ پر نهمه په هغه غونډه کې د امنیت شورا یوشمېر غړو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا او د داعش ډلې له‌ خوا افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغو هېوادونو اندېښنه وښوده چې داعش ‌ډله افغانستان او سیمې ته د بیا ستنېدو په حال کې ده.

په افغانستان کې دننه د طالبانو خلاف درې نورې مخالفې ډلې، د مقاومت ملي جبهه، د ازادۍ جبهه او د ازادۍ ملي غورځنګ هم شته چې وخت په وخت د حملو ذمه وارۍ مني.

د امنیتي مسایلو پوه اسدالله ندیم وايي، د داعش په اړه د طالب چارواکو څرګندونې "له حقیقته لېرې دي" او دا چې په افغانستان کې داعش ډله شته، بلکې اکثر غړي یې د "طالبانو له لیکو جلا شوي" وسلوال دي.

نوموړي د مارچ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، دا هم سمه ده چې په داعش ډله کې "بهرني اتباع شته."

XS
SM
MD
LG