د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف: پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعاليت په اړه له نړيوالو سره شريکه اندېښنه لري


شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د وینا پرمهال
شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د وینا پرمهال

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وايي، دوی او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ګواښونو له امله اندېښمن دي.

پاکستان چې په ځلونو د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام له‌خوا د ترهګرو خوندي پټن‌ځای یاد شوی، وزیراعظم یې شبهاز شریف وايي، ترهګرې ډلې افغانستان کې دي.

شهباز شریف چې پرون د سېپټېمبر پر ۲۳مه، یې د افغانستان په وخت شپه مهال د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته خبرې کولې وویل، هېواد یې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنه لري. هغه د یو شمېر تروریستي ډلو نومونه هم یاد کړل او ادعا یې وکړه چې دا ډلې افغانستان کې مېشتې دي.

نوموړي وویل: "پاکستان له نړیوالې ټولنې سره په هغو اندېښنو کې شریک دی چې په افغانستان کې له لویو ترهګرو ډلو لکه د داعش خراسان څانګې، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش او د ازبیکستان اسلامي جنبش ډلې د فعالیتونو په اړه یې لري."

پاکستاني وزیراعظم د خپلو خبرو د اثبات لپاره هېڅ ډول ثبوت وړاندې نه‌کړ، خو له طالبانو یې وغوښتل چې د دې ډلو د له‌منځه وړو لپاره دې جدي اقدام وکړي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او ځینو نورو چارواکو هم ورته څرګندونې کړي.

طالبانو په روښانه د شهباز شریف څرګندونو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یې امیرخان متقي نن (د سېپټېمبر پر ۲۴مه) په کابل کې یوې غونډې ته وویل، ځینې مغرضې کړۍ لګیا دي چې افغانستان نړۍ ته د تروریزم مرکز ور معرفي کړي.

امیرخان متقي
امیرخان متقي

هغه وايي: "نړۍ ته موږ بار بار په مجالسو کې ویلي، بیا یې ورته وایوو چې د افغانستان ‌بې‌ثباتي، د افغانستان د حکومت کمزورتیا دا نه د سیمې په ګټه دي، نه د نړۍ په ګټه. د افغانستان خاوره د هیچا په ضد نه‌ده کارول شوې او نه به هم وکارول شي. د دنیا مغرضې کړۍ شته چې غواړي افغانستان په انزوا کې وساتي."

په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال پاکستاني وزیراعظم دا هم وویل چې په افغانستان کې سوله غواړي او د یوه ګاونډي په توګه یې هڅه کړې چې په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې مخه ونیسي.

شهباز شریف افغانستان اوسمهال له ناورین سره مخ هېواد وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې ټولو لوریو ته د جنسیت، قوم او مذهب له لیدلوري پرته حقوق ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري: انځور له ارشیفه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري: انځور له ارشیفه

شهباز شریف پر نړۍ غږ وکړ چې بايد په افغانستان کې د طالبانو د عبوري حکومت په ملاتړ دوی په هغه هېواد کې د دې ټولو ډلو له وجې د یوې بلې کورنۍ جګړې یا د ترهګرۍ د زیاتوالي مخه ونیسي.

هغه وویل چې نړۍ باید د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدو په موخه د هغوی فنډونه یا پانګې هغه هېواد ته ورکړي او نړيواله ټولنه بايد په هغه هيواد کې ناوړه بشري وضعیت ته پام وکړی.

په پيښور کې د افغان چارو پوه مشتاق يوسفزي د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل، په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ څخه د پاکستان ډيري زياتي تمې وي خو هغه پوره نه شوي.
نوموړي وړاندې وویل:

"دا د پاکستان يوه غلط فهمې وه چې موږ له افغان طالبانو څه غواړو هغه به کيږي، خو دا ممکنه نه وه، د دي وجه دا ده چې موجوده افغان طالبانو حکومت هغه ټولې لارې چارې کاروي چې هغوي ته ګټه پرې رسيږي. زما په فکر دا د هغوی حق دی. افغانستان يو خودمختاره هېواد دی او هغوی حق لري چې له کوم ځای څخه ګټې ترلاسه کېږي هغه وکاروي. د پاکستان دا يوه غټه تمه وه چې افغان طالبان به له خپلې خاورې تحريک طالبان پاکستان وشړي خو داسي ونشول نو اوس پاکستان ټوله نړۍ له ځان سره يوځای کوي چې هلته (په افغانستان کې) ټولې ترهګرې ډلې فعاليتونه کوي. په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې موجودي دي خو په دې کې تر ټولو زيات شمېر د پاکستاني طالبانو دی."

پاکستان وايي، تحریک طالبان پاکستان ډله دوی له خپلې خاورې شړلې خو له افغانستانه پر دوی بریدونه کوي: انځور له ارشیفه
پاکستان وايي، تحریک طالبان پاکستان ډله دوی له خپلې خاورې شړلې خو له افغانستانه پر دوی بریدونه کوي: انځور له ارشیفه

مشتاق يوسفزي زياته کړه چې د پاکستان له توقعاتو برعکس، په افغانستان کې طالبانو هغه مسلې راپورته کړي چې دوی ترې تمه نه کوله. خو په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه ريټايرډ بريګيډير سيد نذيز د سيپټمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د دوحې د تړون له مخې افغان طالبانو ژمنه کړي وه چې په خپله خاوره به ترهګره ډلې نه پريږدي.

هغه وايي:

"دا د پاکستان اصولي موقف دی چې د طالبانو حکومت په رسميت نه پيژني خو ورسره مرستې پکار دي. همدغه وجه وه چې د افغان طالبانو رسمي پيژندګلو نه وه خو امریکا ورسره تړون وکړ. د پاکستان هلې ځلې ټولو ته څرګند دي."

سيد نذير زياته کړه چې په افغانستان کې د موجودو ترهګرو ډلو ختمول تر هغې ممکنه نه دي تر څو چې په هغه هېواد کې حکومت سره مرستي و نه شي.

په ښکاره په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، طالبان تر نیوکې لاندې دي چې ګنې په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی، خو طالبان دا خبره نه مني.

پاکستان چې د جمهوري نظام پر مهال د بېلابېلو چارواکو له‌خوا د طالبانو په ملاتړ تورن وو، په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره اړیکې چندان ښې نه ښکاري.

دا څوم ځل دی چې پاکستاني چارواکي پر طالبانو نیوکې کوې.

د دې نیوکو په دوام پرون ( د سېپټېمبر پر ۲۳مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو له‌ خوا له افغانستان ښځو سره جګړه هوښیاري نه‌ده.

زرداري زیاته کړې، طالبان باید د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې له سختې تګلارې لاس په سر شي او باید په دې پوهه شي چې د افغانستان ښځې زرورې او مقاومت کوونکې دي.

XS
SM
MD
LG