د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو خپلمنځي اختلافات، نوې وسله والې ډلې او د افغانستان راتلونکې


په کابل کې د طالبانو وسله وال
په کابل کې د طالبانو وسله وال

په يو نوي څيړنيز رپورټ کې راغلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو لخوا د حکومت تر نيولو وروسته، ملکي وګړي د هغوی د کار، مسلک، قام او مذهبي عقیدې له مخې په نښه کيږي.

د امريکا اکليډ (ACLED) او د افغان سوله څار څيړنيزو ادارو لخوا د اپريل په ۱۴مه خپاره شوي دې رپورټ کې ويل شوي چې په افغانستان کې طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو په بېلابېلو شکلونو د ولسي وګړو په نښه کولو ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې د تشدد د داسې ۸۰۰ پېښو ذکر شوی چې د راټولونکې ادارې، افغان سوله څار په وينا رسنيو پوښښ نه دی ورکړی.

په رپورټ کې ويل شوي چې تر نيمايي زیاتې ځورونې طالبانو ترسره کړې دي. طالبانو تر اوسه د دې رپورټ په غبرګون کې څه نه دې ويلي خو دوی هېڅکله د ولسي وګړو ځورول نه مني.

په رپورټ کې د طالبانو پرضد د جوړو شوو وسله والو ډلو په اړه هم ليکل شوي‌ دي. په دوی کې تر ټولو لویه او ډيره شور کوونکې يې د مقاومت ملي جبهه ده. خو تر څنګ یې د شپږو نورو وسله والو ډلو ذکر هم شوی دی چې له طالبانو سره یې نښتې کړې دي.

داعش او د طالبانو خپلمنځي اختلافات

خو طالبانو ته تر ټولو لویه سرخوږی جوړونکې ډله داعش یاده شوې ده. داعش او طالبان دواړه سختدريځې اسلامي ډلې دي خو دواړه په عقیدوي او سیاسي لحاظ توپير لري چې له وجې یې پخوا هم له يو بل سره خونړۍ نښتې کړې دي.

د اکليډ (ACLED) او د افغان سوله څار څيړنيزو ادارو په دې رپورټ کې د طالبانو د خپل منځيو جګړو ذکر هم شوی دی. په رپورټ کې ويل شوي چې په حکومت کې تر راتګ وروسته، د طالبانو بېلا بېلو وسله والو له يو بل سره لږ تر لږه درې ديرش ځله نښتې کړې دي.

د طالبانو د خپلمنځۍ نښتو په اړه ځينو نورو افغان رسنيو هم خبرونه خپاره کړي خو طالبان ټينګار کوي چې دوی متحد دي. په دې رپورټ کې زیاته شوې چې د افغانستان بحران د نړۍ له لسو هغو شخړو څخه دی چې د اندېښنې وړ بلل کيږي.

پر رسنيو او ښځو بندیزونه

رپورټ لیکلي چې په افغانستان کې د جمهوري حکومت تر ختمېدو وروسته، رسنيو او خبريالانو ډير څرګنده زیان ليدلی دی. رپورت زیاتوي چې تر ۳۰۰ ډېرې افغان رسنۍ بندې شوې دي او په زرګونه خبريالانو يا په نورو هېوادونو کې پناه اخیستو ته مجبوره شوي او يا هم په هېواد کې دننه بې روزګاره شوي دي.

یاد رپورټ پرمخ لیکي چې په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره د ښځو پر مخ روانو حقونو لوی زیان ليدلی دی.

د رپورټ په لیکنه، ښځو ته د دفتر په کارونو کې یا خنډونه جوړ شوي او يا هم په بشپړ ډول منع کړل شوي دي. همداراز له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم بند پاتې دي. بهر ته په وتونکو ښځو دا لازمي شوې چې يو نارينه محرم به له ځان سره بيايي.

په دې رپورټ کې دا هم راغلي چې د دومره ډيرو بندیزونو پر ضد ښځو لږ تر لږه ۸۰ مظاهرې کړې دي. له دې مظاهرو ځينې احتجاج کوونکې نيول شوې هم دي.

په رپورټ کې پر طالبانو سربيره د هغو ډلو ذکر هم شوی دی چې په اړه یې ډير معلومات نشته خو د ۳۹ فیصده ولسي وګړو د ځورونو ترسره کوونکي دي. دا قسمه بې نومه وسله وال په افغانستان کې په سړي تښتوونو، قنګ اخیستو، هدفي وژنو او تشدد کولو کې لاس لری.

XS
SM
MD
LG