د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولوي یعقوب: د افغانستان فضايي حدود نیول شوي دي


د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب دا نه دي ویلي چې د افغانستان فضايي حدود چا نیولي دي او دوی یې ولې پرضد څه نشي کولای؟
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب دا نه دي ویلي چې د افغانستان فضايي حدود چا نیولي دي او دوی یې ولې پرضد څه نشي کولای؟

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب وايي، د افغانستان فضايي حدود "نیول شوي دي."

مولوي محمد یعقوب دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۳مه په کابل کې داسې غونډې ته کړې دي چې عامو رسنیو ته د ورتګ اجازه نه وه خو د هغه دا خبرې اوس په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

نوموړي د طالب ځواکونو د فراغت غونډې ته د وینا پرمهال د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو الوتنو ته په اشاره ویلي چې "د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی دی."

نوموړی وايي، "نن زموږ او تاسې په سرونو ډرونونه الوتنې کوي، زموږ او تاسې فضا یې اشغال کړې، زه هم ناهیلی ورته ګورم، ته هم ناهیلی ورته ګورې، وزیران، قومندانان، د قول اردوګانو مسوولان او جنرالان ټول اسمان ته ګوري، خو هېڅ هم کولای نه شو."

خو د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب دا نه دي ویلي چې د افغانستان فضايي حدود چا نیولي دي او دوی یې ولې پرضد څه نشي کولای؟

مولوي محمد یعقوب دا وینا له هغه یوه ورځ وروسته کړې چې د فبرورۍ پر ۲۲مه یې په ارګ کې د پاکستان د دفاع وزیر جواجه اصف په مشرۍ ورغلي پلاوي سره لیده کاته وکړل.

په پاکستاني پلاوي کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال ندیم انجم هم شامل وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر هغه غونډه وروسته پر ټویټر په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي وو چې له پاکستاني پلاوي سره پر یو شمېر موضوعاتو بحث شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي وو، "په ناسته کې د دواړو لوریو پر امنیتي اندېښنو، زموږ پر سیمو د ډرون پر الوتنو او د مخالفو وسله والو پر فعالیتونو څرګندې او مفصلې خبرې وشوې."



تر اوسه په خپلواکه توګه د دې پخلی نه دی شوی چې د طالبانو د دفاع وزیر چې د افغانستان په فضايي حدودو کې د کومو بې پیلوټه الوتکو خبره کوي دا د کوم هیواد دي او هدف یې څه دی؟

خو د طالبانو حکومت تر دې وړاندې منلې وه چې د افغانستان په فضايي حدودو کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې ګرځي او دوی یې په اړه امريکايي چارواکو ته خپله اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو ویاند دبیح الله مجاهد د ۲۰۲۲م د اګست پر ۲۵مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې ویلي وو، "د امريکايي الوتکو ګرځيدل د افغانستان له خودمختارۍ سرغړونه ده چې په اړه یې له امريکايي چارواکو سره په بيا بيا خبرې شوې دي."

نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته کړې وې چې د القاعده شبکې مشر اېمن الظواهري د ۲۰۲۲م کال د جولايي پر ۳۱مه په کابل کې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې اېمن الظواهري په کابل کې په نښه کړی او وژلی دی.

ولسمشر بایډن طالبان له القاعدې ډلې سره پر اړیکو پاللو تورن کړي وو خو طالبانو هغه مهال که څه هم په کابل کې د ایمن الظواهري د شتون په اړه بې خبري ښودلې وه خو ویلي وو چې د امریکا دا اقدام د افغانستان هوايي حریم ته له احترامه سرغړونه ده.

په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو په اړه په داسې وخت کې خبرې کېږي چې د امریکا په ګډون د نړۍ بېلا بېل هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول داعش د پراختیا په اړه اندېښمن دي.

خو د طالبانو حکومت وايي، د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په افغانستان کې خطر نه بلکې یوه ستونزه ده او دوی به هیڅ یوې ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو پرضد کار واخلي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي وو او تر اوسه یې د نړۍ هیڅ یوه هیواد هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

رپورټ: محمد خاطر پردېس

XS
SM
MD
LG