د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون متن خپور شو


زلمی خليلزاد او ملا برادر د تړون لاسليکولو پر مهال
زلمی خليلزاد او ملا برادر د تړون لاسليکولو پر مهال

پراګ - د امريکا او طالبانو ترمنځ نن (د فبرورۍ پر ۲۹مه) د سولې هوکړه لاسليک شوه. "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" په نوم د دې هوکړې مقصد د افغانستان څه باندې ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دی.

د تړون مراسم د قطر په دوحه کې تر سره شول چې د امريکا له لوري د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو له لوري د دې ډلې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسليکونه وکړل.


د سند تر لاسليک وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو او ملا عبدالغني برادر ويناوې وکړې. پر دې مهال د شاوخوا ۳۰ هېوادنو او سازمانونو استازي هم موجود ول.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې تړون متن پر خپله وېبپاڼه خپور کړی چې پکې راغلي چې د "طالبانو اسلامي امارت" چې امريکا يې په دې نوم نه تسليموي او يوازې "طالبان" ورته وايي د مارچ پر ۱۰مه به له افغان لوري سره بين الافغاني مذاکرات پيلوي.

د دې خبرو په اېجنډا کې به يوه نکته مستقل او جامع اوربند هم وي. د بين الافغاني مذاکراتو برخوال به نه يوازې د مستقل او جامع اوربند د نېټې او ډول په اړه بحث کوي بلکې د هغه ګډ ميکانيزم د عملي کولو اعلان به هم کوي چې د افغانستان د راتلونکې سياسي لار نقشې لپاره ورباندې موافقه وشي.

د تړون له مخې امريکا او ايتلافيان به يې په لومړيو ۱۳۵ ورځو کې له پنځو پوځي اډو څخه خپل ټول سرتېري باسي. پر دې سربېره به امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمېر له شاه خوا ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ ته راکموي، خو په نورو نهه نيمو مياشتو کې به امريکا او ايتلافيان خپل ټول پاتې ځواکونه له افغانستانه باسي.


د تړون له مخې افغان حکومت به د ۲۰۲۰م کال د مارچ تر ۱۰مې، چې د بين الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ کېږي، د طالبانو ۵۰۰۰ بنديان ازادوي او په بدل کې به طالبان د دوی ۱۰۰۰ بنديان ورخوشي کوي. بلخوا به امريکا د ۲۰۲۰م کال د اګست له ۲۷مې د طالبانو له غړيو د امريکايي بندېزونو ليرې کولو ته کتنه کوي.

پر دې سربېره به د بين الافغاني خبرو له پيل وروسته د ۲۰۲۰م کال د مې پر ۲۹مه امريکا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له نورو غړيو او افغانستان سره په تماس کې کېږي چې د طالبانو نومونه تر بندېز لاندې نوملړه وباسي.

په تړون کې راغلي چې طالبان به د القاعده په ګډون خپلو غړيو او نورو کسانو او ډلو ته دا اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې امریکا او یا د هغوی ايتلافيانو ته يو ډول ګواښ پېښ کړي. بلخوا به طالبان له هغو کسانو او ډلو سره همکاري نه کوي او هغوی به د خلکو له ګومارنې، روزنې او پيسو راغونډولو راګرځوي چې امريکا يا د هغوی ايتلافيانو ته خطر وړاندې کوي.

پر دې سربېره به طالبان نه خو هغه چا ته په افغانستان کې د پناه يا استوګنې اجازه ورکوي او نه به هم ويزه، پاسپورټ يا نور سفري او قانوني اسناد ورکوي چې د امريکا او ايتلافيانو لپاره خطر دي.


په تړون کې راغلي چې امريکا او طالبان له يو بل سره مثبت اړيکې غواړي او تمه لري چې د بين الافغاني مذاکراتو په نتيجه کې به له جوړ جاړي وروسته د رامنځ ته شوي نوي اسلامي حکومت او امريکا اړيکې مثبتې وي. امريکا غواړي چې له دغه نوي حکومت سره د بيارغونې په چارو کې اقتصادي همکاري وکړي او د دوی په داخلي چارو کې به مداخله ونکړي.

د تړون په متن کې چې هر ځای د "طالبانو اسلامي امارت" ذکر شوی نو هلته سمدستي ورسره ليکل شوي چې امريکا دوی په دې نوم نه پېژني بلکې يوازې "طالبان" ورته وايي.

د دې تړون د لاسلیک نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړې وه. امريکا او طالبانو د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر مياشت کې د افغان سولې په اړه خبرې پيل کړې چې وروستی او ۱۰م پړاو يې د روان ۲۰۲۰م کال په جنوري کې تر سره شو.

تر هغه وروسته د روان ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۲مه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ پیل شوه چې تېره شپه پای ته ورسېده خو راپورونه وايي چې دا اورکم د هوکړې تر لاسليکېدو وروسته هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG