د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: له یوشمېر هېوادونو د داعش وسلوال افغانستان ته ورغلي


د طالبانو د حکومت سرتېرو کابل کې د بهرنیو چارو له ودانۍ سره نېږدې د داعش تر برید وروسته لارې تړلې دي - د جنورۍ ۱۱مې انځور.
د طالبانو د حکومت سرتېرو کابل کې د بهرنیو چارو له ودانۍ سره نېږدې د داعش تر برید وروسته لارې تړلې دي - د جنورۍ ۱۱مې انځور.

طالب چارواکي وايي، په وروستیو کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې وسلوال له "یوشمېر هېوادونو" افغانستان ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر ۱۸مه د جرمني په میونښ (مونشن) کې کلنۍ امنیتي غونډې ته وویل، چې داعش د طالبانو لپاره "لوی خطر" دی.

نوموړي د هغې غونډې پر مهال امریکايي سي اېن بي سي ټېلېوېژن د منځني ختیځ له څانګې سره په مرکه کې د پاکستان هغه دریځ بیا تکرار کړ چې د امنیتي او نورو چیلېنجونو د هواري لپاره له طالبانو سره د خبرو ته دوام "مهم" دی.

خو ده وویل چې د خبرو اترو د دوام لپاره سم چاپېریال اړین دی. ده د ښځو پر تعلیم د بندیز موضوع یاده کړه او و یې ویل چې د دې ډول چاپېریال ایجادولو لپاره یې د طالبانو حکومت ته په بیا بیا دا پیغام ورکړی دی چې "له موږ سره مرسته وکړئ چې ورسره مرسته" وکړای شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د امنیتي حالاتو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې داعش ډلې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د خونړیو بریدونو ذمه واري منلې ده.

هغې ډلې په جنورۍ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د هغې چاودنې ذمه واري هم منلې وه چې د یاد وزارت یوشمېر ډېپلوماټان او کارکوونکي پکې وژل شوي ول.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبیح‌ الله مجاهد بیا د اسلامي دولت وسلواله ډله (داعش) د افغانستان لپاره ګواښ نه‌ بلکې یوه "ستونزه" بولي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۹مه د بلاول بوټو زرداري څرګندونو ته په غبرګون کې له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې داعش ډله نه‌‌ ده توانېدلې چې "یو مهم دولتي ځای په نښه" کړي.

ذبیح‌ الله مجاهد دا هم وویل چې په وروستیو کې داعش وسلوال د بریدونو لپاره له نورو هېوادونو افغانستان ته ورځي، خو هغه د کوم هېواد نوم وانخیست. "موږ اوس هم داعش ګواښ نه‌ بولو، بلکې یوه ستونزه ده چې د راټولېدو په حال کې ده. دوی په ډېری ځایونو کې ځپل شوي دي. دا د [کابل ښار] کارته‌ نو پېښه یې یوه بېلګه ده چې په دې هر چېرې شک راشي، پټنځای یې پیدا کېږي او له‌ منځه وړل کېږي."

طالب چارواکي داسې مهال د داعش د ځپلو ادعا کوي چې د فبرورۍ پر نهمه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل، داعش غواړي په کابل کې د ایران، هند او چین په سفارتونو بریدونه وکړي.

په هماغه غونډه کې د امنیت شورا یوشمېر غړو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا او د داعش ډلې له‌ خوا افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغو هېوادونو اندېښنه وښوده چې داعش ‌ډله افغانستان او سیمې ته د بیا ستنېدو په حال کې ده.

تر هغې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې ګواښ لا هم شته.

نېډ پرایس د فبرورۍ پر ۱۳مه اوونیزې خبري غونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې "د داعش خراسان څانګه ډېره خطرناکه ډله ده."

XS
SM
MD
LG