د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي طالبانو په کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ز کال د برید پلانوونکی داعشی قوماندان وژلی


په کابل هوايي میدان کې يو طالب د ګزمې په حال کې دی ــ انځور له ارشيفه
په کابل هوايي میدان کې يو طالب د ګزمې په حال کې دی ــ انځور له ارشيفه

امریکايي چارواکو ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې په کابل هوايي ډګر کې د برید پلانوونکی د داعش وسلوالې ډلې قوماندان وژل شوی دی.

په هغه ځانمرګې حمله کې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان وژل شوي ول. دا حمله په داسې وخت کې شوې وه چې امريکايي ځواکونو ځيني افغانان او بهرني وګړي له افغانستانه ایستل. تر دې برید ۱۱ ورځې مخکې (د اګست پر ۱۵مه) افغان طالبانو په زور کابل ونيو.

رویټرز خبري اژانس د سپينې ماڼۍ (وایټ هاوس) د وياند جان کربي له خولې ويلي چې د داعش وژل شوی قوماندان پر کابل هوايي ميدان د برید پلانونکی او د دغې ډلې مهم قوماندان وو. د وژل شوي تن نوم نه دی اخیستل شوی.

داعش د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۶مه په خپل بيان کې پر کابل هوايي‌ ميدان د حملې ذمه واري منلې وه. دوی په يو بیان کې ويلي وو چې يو ځانمرګي بريدګر یې "له امريکايي پوځ سره کارکوونکي ژباړونکي او همکاران" په نښه کړي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په همهغه ورځ له سپېنې ماڼۍ په خپرو شويو ټېلېويژني څرګندونو کې دا پېښه په کلکه وغندل او زياته يې کړه چې د دې ځانمرګو بريدونو عاملين به ونه بخښي.

نوموړي زياته کې وه، "هغه چا چې دا برید ترسره کړی، او هر هغه څوک چې امریکا ته زیان رسوي، موږ به یې ونه بخښو او موږ به یې هېر نکړو. موږ به تاسو ومومو او حساب به درسره وکړو. زه به په هر ګام سره له خپلو خلکو او ګټو دفاع وکړم."

د ګڼو سرچینو ترمخه، د داعش قوماندان د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په جنوبي برخو کې د طالبانو او داعش وسله والې ډلې تر منځ په نښتو کې ووژل شو. واضحه نه ده چې د طالبانو او داعش ترمينځ دا نښته په کوم ځای او کوم وخت شوې ده.

اسوشيېټېډ پریس خبري اژانس لیکلي چې په لومړیو کې نه امریکايي چارواکو او نه هم طالبانو ته دا معلومه وه چې د هغه برید مشر پلانوونکی وژل شوی دی. یو لوړپوړي امریکايي چارواکي دې اژانس ته وويل چې په دې وروستیو کې امریکايي استخباراتو په ډېر باور سره تایید کړې چې دغه تن وژل شوی دی.

تر دې دمه، طالبانو او داعش هم د وژل شوي تن د پيژندګلوۍ په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې امريکا د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۸مه ادعا کړې وه چې د افغانستان په ننګرهار ولايت کې یې په ډرون برید کې د داعش وسلوالې ډلې هغه غړی وژلی چې د کابل پر هوايي ډګر یې برید پلان کړی وو.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یوه مسوول، بيل اوربان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه داعشی د اګست پر ۲۸مه ووژل شو خو نوم او نور وضاحت یې نه وو ورکړی.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا پوځ په کابل هوايي ډګر کې د وژلو شویو امریکايي سرتېرو کورنۍ پر دې خبرې کړي چې د دغه برید پلانوونکی له مينځه وړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG