د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې وايي له القاعدې سره د طالبانو اړیکو اندېښمنه کړې ده


یو طالب سرتېری په کابل کې له هغې ودانۍ سره نېږدې پهره کوي چې پکې د القاعدې ډلې مشر الظواهري په ډرون برید کې ووژل شو - د اګست دویمې انځور.
یو طالب سرتېری په کابل کې له هغې ودانۍ سره نېږدې پهره کوي چې پکې د القاعدې ډلې مشر الظواهري په ډرون برید کې ووژل شو - د اګست دویمې انځور.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت تر هغې وروسته له القاعده شبکې سره د طالبانو پر اړیکو اندېښنه څرګنده کړې چې د هغې وسله والې ډلې مشر ایمن الظواهري په کابل کې ووژل شو.

د ناروې د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت سېکرټر ایوینډ واډ پیټرسن د اګست پر شپږمه نېټه ډاګبلاډېټ ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو دا ثابته کړې چې طالبان لا هم له هغې ډلې سره اړیکې لري.

ورځپاڼې د نوموړي له قوله لیکلي، "په کابل کې د الظواهري شتون د دې نښه ده چې د طالبانو او القاعده ترمینځ پر دې ژمنه سربېره اړیکې شته چې افغانستان به د نړیوالو ترهګرو سازمانونو په پټنځای بدل نه شي."

د ناروې هغه لوړپوړي چارواکي دا هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو کړنو اوسلو "نهیلې" کړې ده. "په افغانستان کې پرمختګونه په ناسم لوري روان دي، په ځانګړې توګه کله چې د بشري حقونو خبره کېږي. د ښځو او نجونو حقونه یې یوه بېلګه ده، د ښوونځي له زده کړو نیولې بیا د پوښاک تر اړتیاوو پورې. موږ حیران نه یو، خو طالبانو مایوسه کړي یو."

د طالبان حکومت تر دې دمه د ناروې د هغه چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو وړاندې یې په بېلا بېلو بیانونو کې ویلي چې القاعده ډله په افغانستان کې نظامي وجود نه لري.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه د ظواهري وژنه تایید کړه - پخوانی انځور.
امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه د ظواهري وژنه تایید کړه - پخوانی انځور.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې د جولای پر ۳۱مه یې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې مشر اېمن الظواهري وژلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد لومړی د امریکايي ډرون برید غندنه وکړه خو په بیان کې یې د القاعدې یا ظواهري یادونه نه وه کړې.

خو د اګست پر څلورمه یې بیا په یو بیان کې وویل چې افغانستان ته د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري د "ورتګ" او هلته د "اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري."

مجاهد په خپل بیان کې هغه دریځ تکرار کړ چې د ده په وینا، د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

تر ناروې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي ول چې طالبان له القاعده شبکې سره اړیکې لري. ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په یو رپورټ کې وویل چې القاعده وسله واله ډله لا هم له طالبانو سره "نېږدې" او "پیاوړي" تعلقات لري.

د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو په اړه د ناروې د دولت وزیر ایوینډ واډ پیټرسن څرګندونې هم د دې خبر تر خپرېدو نه وې ځواب کړې خو تر دې وړاندې یې په دې اړه خپل دریځ په ډاګه کړی وو.

د طالبانو حکومت وايي، هره پرېکړه له "شریعت سره سمه" کوي او په دې لړ کې به "د هېچا امر ته غوږ و نه نیسي."

د طالبانو د حکومت له پیله تر دې دمه پر افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون د اجباري حجاب، له محرم پرته پر سفر او یوشمېر نورو برخو کې محدودیتونه وضع کړي دي.

د بشري حقونو مبارزان وايي، د طالبانو د حکومت دې کړنو د افغانستان په ټولنه کې د نورو ستونزو تر څنګ د کورنیو اقتصادي وضعیت لا خراب کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېږي خو لا هم د نړۍ هېڅ یوه هیواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG