د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امريکا کې مظاهره کوونکو افغانانو پر طالبانو د بندیزونو غوښتنه وکړه


د وايټ هاوس (سپينې ماڼۍ) مخې ته د افغانانو مظاهره
د وايټ هاوس (سپينې ماڼۍ) مخې ته د افغانانو مظاهره

په واشنګټن کې ځینو افغانانو د سپينې ماڼۍ يا وايټ هاوس مخې ته مظاهره وکړه او له امريکا یې وغوښتل چې په افغانستان کې پر طالبانو بندیزونه ولګوي.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه شوې دې مظاهره کې امريکا مېشتو نارينوو، ښځو او ماشومانو ګډون کړی وو. دوی له امریکايي حکومت او نړیوالې ټولنې د افغان مېرمنو د ملاتړ غوښتنه وکړه. لاریون والو وویل، تر هغو چې طالبانو پر ښځو او نجونو د تعليم او کار لګول شوي محدودیتونه ليرې کړي نه وي، نړۍ دې ورسره راشه درشه نه کوي.

د احتجاجي لاریون په پای کې یو پرېکړه لیک هم خپور شو، چې پکې د طالبانو د سیاسي او سفارتي دفترونو د تړلو او د طالب مشرانو د شتمنیو کنګل کېدو غوښتنې شوې دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول. دوی د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو نه یوازې دا کار یې و نه کړ بلکې د ديسمبر په اخره کې یې نجونې له لوړو زده کړو منع کړي او پر ښځو یې په غيرسرکاري ادارو کې د کار بندیز ولګاوه.

طالبانو د نجونو پر تعليم د بندیز سربېره پر ښځو يو لړ نور بندیزونه هم لګولي دي لکه هغوی یې پارکونو ته له تګه هم منع کړي دي، په دفترونو کې د ښځو شمېر کم کړی، له محرم بغیر ورباندې بهر پر تګ راتګ بندیز دی، پر ښځو مخ پټول جبري شوي او پر ټېلېوېژن یې څرګنديدل محدود کړي دي. نړيوالو پر دې بنديزونه سخت غبرګون ښودلی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه دې بیرته واخلی.

افغان ښځو د دې محدودیتونو پرضد د افغانستان دننه په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي خو طالبان له خپلې تګلارې نه دي اوښتي او نه یې هم د نړيوالو غبرګون ته مثبت ځواب ویلی. د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د ديني عالمانو په يوه غونډه کې ويلي ول چې "نه د نړيوالو غوښتنې مني او نه هم ورسره يو قدم مخکې" ځي.

XS
SM
MD
LG