د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنفي: د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي


افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا دویم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په کابل کې د نومبر پر ۱۷مه د اسلامي همکارۍ سازمان له استازو سره وکتل ــ پخوانی انځور
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا دویم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په کابل کې د نومبر پر ۱۷مه د اسلامي همکارۍ سازمان له استازو سره وکتل ــ پخوانی انځور

د طالبانو حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

د طالبانو حکومت پرون (د نومبر پر ۱۷مه) په بیان کې ویلي دي چې دا خبره د رییس الوزرا دویم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د نومبر پر ۱۷مه د اسلامي همکارۍ سازمان له استازو سره په کتنه کې وکړه.

بیان وايي، د افغانستان لپاره د سازمان د سرمنشي استازي طارق علي البخیت د طالبانو د حکومت د دفاع له سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد سره هم ولیدل. په بیان کې راغلي چې مجاهد په کتنه کې ټینګار وکړ چې طالبان به په ۲۰۲۰ز کال کې په دوحې کې له امریکا سره شوې موافقې ته ژمن پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې د تېر کال په اګست مياشت کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې پر طالبانو ټینګار کړی دی چې پراخ بنسټه حکومت دې جوړ کړي، د بشري او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب دې باوري کړي او د افغانستان خاوره دې د هېڅ هېواد ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

واشنګټن په جولای کې په افغانستان کې په امریکايي ډرون برید کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري تر وژنې وروسته طالبان له هغې ترهګرې ډلې سره په اړیکو تورن کړل خو هغوی دا تور ردوي او وايي، امریکا په حملې کولو د دوحې د موافقې سرغړونه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG