د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايا افغانستان د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدليږي؟


افغان طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، د کابل په نیولو بریالي شول: انځور له ارشیفه
افغان طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، د کابل په نیولو بریالي شول: انځور له ارشیفه

د جولای په ۳۱مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په يو امريکايي ډرون بريد کې د القاعده ترهګرې ډلې مشر، اېمن الظواهري ووژل شو. د دغه اعلان کولو په وخت د امريکې ولسمشر جو بايډن ويلي وو چې دغه حمله د واشنګټن هغه هوډ ښيي چې ترهګر په هېڅ ځای کې خوندي نه وي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د سېپټېمبر په ۱۴مه په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د القاعده سره هېڅ اړیکې نه لري او نه به هم څوک پريږدي چې په بل هېواد حملې پلان کړي. خو د امنيتي چارو پوه، احمد رشيد اندېښنه لري چې افغانستان د بهرنيو وسله والو په يو خوندي ځای بدليدونکی دی. هغه د سېپټېمبر په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې که څه هم افغان طالبانو د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امريکايانو سره په کړي دوحه تړون کې منلې وه چې بهرني وسله وال به په افغانستان کې نه پريږدي خو په وينا یې چې په عمل کې داسې نه ښکاري.

احمد رشيد وايي: "زما په خيال طالبانو تېر افغان حکومت ته له شکست ورکولو او د خپل حکومت جوړولو له ورځې راهیسې د دې سختدريځو ډلو خلاف د کار کولو څه اراده نه درلوده. دا هم په ياد ولرئ چې همدغه بهرنۍ وسله والې ډلې وي چې په مرسته یې طالبانو افغانستان قبضه کړ نو هغوی د دوی ښه ملګري دي ځکه به ورسره بې وفايي ونه کړي. دا حالت د پاکستان لپاره اندېښمنونکی دی ځکه چې همدا پاکستان وو چې طالبان یې وپالل خو اوس ويني چې طالبان یې ملاتړ ته منفي ځواب وايي."

همدغه بهرنۍ وسله والې ډلې وي چې په مرسته یې طالبانو افغانستان قبضه کړ.
احمد رشید

پاکستاني رسنيو د سېپټېمبر په ۱۳مه وويل چې پاکستاني چارواکو له افغان طالبانو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو لخوا ترهګر اعلان شوی د جېش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر دې ونيسي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په همدغه ورځ په افغانستان کې د اظهر شتون رد کړی وو. خو هغه دا منلې چې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې جنګيالي شته چې افغان طالبانو یې د پاکستاني حکومتي پلاوي سره په کابل کې د مذاکراتو منځګړتوب کړی دی. د مې په مياشت کې شويو دې مذاکراتو په نتيجه کې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان د نامعلومې مودې لپاره اوربند لاسليک کړ.

په دې وروستیو کې پر ياکستانیو پوستو د تحریک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي: انځور له ارشیفه
په دې وروستیو کې پر ياکستانیو پوستو د تحریک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي: انځور له ارشیفه

خو اوس تحريک طالبان په سوات او د خیبر پښتونخوا نورو ځایونو کې بريدونو ته زور ورکړی دی. د امنيتي چارو پوه، سيد اختر علي شاه د سېپټېمبر په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نيول نورې وسله والې ډلې هم هڅولې چې د همدغسې بریا خوب وويني. هغه زیاته کړه افغان طالبان به نه د ټي ټي پي او نه هم نورو وسله والو سره اړيکې وشلوي چې له وجې به يې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په مرکز بدل شي چې له وجې به یې نړيوال په کاروايي کولو مجبوريږي.

هفه زیاتوي: په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هغوی همفکره وسله والو تنظیمونو حوصله زیاته کړې ده. تمه دا کېدله چې که د طالبانو حکومت راشي نو پر تحريک طالبان پاکستان به ځمکه تنګه شي خو داسې ونه شول. برعکس دوی حملې زیاتې کړي. زما په خيال که په افغانستان کې د ترهګرو موجوديت همداسې دوام پيدا کړي او نړيوال وويني چې دوی ته د پخوا په شان خطر پېښيږي نو بيا به په افغانستان کې کارروايي وکړي."

اختر علي شاه د ۲۰۰۱ کال د سېپټېمبر ۱۱مې هغې حملې ته اشاره کوي چې د القاعده وسله والو د الوتکو په ذریعه په نيويارک کې بريدونه وکړل او خواوشا ۳۰۰۰ امريکايان یې ووژل. امريکا وويل چې د دې حملې پلان په افغانستان کې هغه مهال د طالبانو د حکومت سره مېلمه، د القاعده مشر اسامه بن لادن جوړ کړی وو. د غچ اخیستو لپاره یې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې چپه کړ. امريکايي پوځيان د ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې پاتې وو. امريکايي ځواکونو اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه.

XS
SM
MD
LG