د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي کابل کې پر یو کور توغندی لګېدلی


پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په کابل کې یوشمېر بریدونه شوي دي - پخوانی انځور.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په کابل کې یوشمېر بریدونه شوي دي - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پلازمېنې کابل پر یوه کور توغندی لګېدلی دی خو پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته د جولای ۳۱مې د پېښې په اړه په لیکلي پیغام کې ویلي، "د کابل ښار شیرپور کې په یو کور باندې راکټ لګېدلی دی، کوم تلفات نه لري، کور خالي وو، څوک پکې نه ول."

بلخوا یوشمېر عیني شاهدان او د کابل اوسېدونکي د ښار په بله سیمه دهمزنګ په څلورلاره کې هم د یوې چاودنې خبره کوي. دوی وايي، هغه چاودنه هم د جولای پر ۳۱مه سهار مهال شوې او پر سړک څوک نه ول نو ځکه ښايي تلفات و نه لري.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د دهمزنګ د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخګې د جولای پر ۲۹مه هم په کابل کې د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د شپږیزې اتلولۍ د سیالۍ پر مهال چاودنه وشوه چې د طالبانو د حکومت له رسمي ارقامو سره سم پکې دوه کسان ووژل شول او ۱۲ ژوبل شول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف او په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر ټوېټر په بېلابېلو بیانونو کې په لوبغالي کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ یاد کړی وو خو ګوتېرېش او منصور احمد خان د طالبانو له خوا د دې ارقامو تر ردېدو وروسته یې پر ټوېټر لیکلي بیانونه پاک کړل.

د کابل په لوبغالي کې د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر وسله والو او همداراز پر ولسي وګړو یوشمېر بریدونه شوي دي. د جون پر ۲۰مه د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د یوه محلي مسوول پر موټر په چاوددنه کې دوه کسان ووژل او د پینځو طالبانو په ګډون ۲۸ تنه ژوبل شول. تر دې دوه ورځې مخکې په کابل کې د سیکانو پر ګوردواره په وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او اووه ژوبل شوي ول. د داعش ډلې خراسان څانګې پر ګوردوارې د وسله وال برید مسوولیت منلی وو.

تر برید وروسته د افغانستان سیکان د ویرې ښکار دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

تر دې مخکې د جون پر ۱۲مه په کونړ، کندوز، بدخشان ولایتونو کې چاودنې او په بلخ کې وسله وال برید وشو چې پکې لږترلږه درې کسان ووژل او ۱۷ ژوبل شول.

د جون پر نهمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک غاړې بم چاودنه وشوه چې پکې پینځه طالبان او یو ولسي وګړی ووژل شول او یو طالب سرتېری ژوبل شو. تر دې مخکې د جون پر شپږمه په کابل ښار کې په چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شول. د دواړو پېښو ذمه واري چا نه وه منلې.

د مې پر ۲۵مه په مزارشریف کې درې بمي چاودنې وشوې چې پکې طالب چارواکو د لږترلږه ۱۰ کسانو مړینه تایید کړه. د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې خراسان څانګې د هغو چاودنو ذمه واري منلې وه.

پر هم هغه ورځ، د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې پينځه کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل شوي ول. هغه چاودنه په جومات کې دننه په داسې حال کې وشوه چې د ماښام جمع ولاړه وه. د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

خو د طالبانو حکومت وايي، د ناامنیو د مخنیوي هڅې کوي او زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې یې د داعش ډلې پرضد اقدامات کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د جون پر ۱۳مه سهار پر ټوېټر ولیکل چې ځانګړو ځواکونو یې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ ناوخته د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات کړي چې پکې د یوسف په نوم یو قوماندان او یو بل مشکوک وسله وال وژل شوی. مجاهد دعوه کړې چې په عملیاتو کې یې د محمد اغا په نوم یو بل مشکوک وسله وال د نیولو دعوه هم کړې ده.

طالبانو د جون پر ۱۱مه تایید کړه چې د استخباراتو ځانګړو ځواکونو یې د تخار په مرکز تالقانو کې د داعش ډلې د تمویل، تجهیز او روزنې مرکز په نښه کړی او په عملیاتو کې یې د یوه قوماندان یونس ازبکستاني په ګډون اته تنه وژلي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د طالبانو د حکومت د دعوو تصدیق نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG