د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتي چې قبایلي سیمې دې له ماینونو پاکې کړي


په ۲۰۲۱ کال کې په ډيره اسماعيل خان کې د ماينونو پاکولو لپاره د مدني فعالانو مظاهره
په ۲۰۲۱ کال کې په ډيره اسماعيل خان کې د ماينونو پاکولو لپاره د مدني فعالانو مظاهره

د پاکستان بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتنه کړې چې په قبایلي سیمو کې دې ځمکلاندې بمونه سمدستي پاک کړي.

هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان یا اېچ ار سي پي د اپرېل پر ۱۶مه پر ټوېټر په يو بیان کې ویلي دي چې په قبایلي سیمو کې له ماينونو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

هغې خپلواکه ناحکومتي ادارې په بیان کې په قبایلي سیمو کې د ځمکلاندې بمونو پر موجودیت او چاودنو سخته اندېښنه ښوولې ده. اېچ ار سي پي په بیان کې په وزیرستان کې د ځمکلاندې بم وروستۍ چاودنې ذکر کړی دی.

د اپرېل پر لومړۍ نېټه پولیسو مشال راډیو ته ویلي ول چې دوه ماشومان هغه مهال د ماین په چاودنه کې ژوبل شول چې له ښوونځي څخه کور ته روان ول.

تر دې یوه ورځ مخکې د مارچ پر ۳۱مه د خیبر په باړه کې هم یو ۱۳ کلن ماشوم د ځمکلاندې بم په چاودنه کې ژوبل شوی وو.

د قبایلي ضلعو اوسېدونکو او پښتون ژغورنې غورځنګ له کلونو راهیسې په بیا بیا د ماینونو د پاکولو غوښتنه کړې او په دې لړ کې یې مظاهرې هم کړې دي.

له دې پرته د قبایلي سیمو اوسېدونکو د ماینونو په چاودنو کې زیانمنو خلکو له حکومته د تاوان غوښتنې لپاره هم احتجاجونه کړي او په عدالت کې یې مقدمې هم دایرې کړې دي. د دې په ځواب کې د پېښور های کورټ پر چارواکو غږ کړی وو چې د معلوماتو تر لاسه کولو يا د ولس له خوا د ځای له ورښوولو سره سم دې کاروايي وکړي او ماینونه دې پاک کړي. عدالت د ۲۰۲۱ز کال په جون کې پر چارواکو غږ کړی وو چې د چاودنو ښکار خلکو کورنیو ته دې تاوانونه ورکړي.

په پاکستان کې د دوامداره سولې او پرمختیايي چارو سازمان (اېس پي اې ډي او) په نوم یو ناحکومتي سازمان د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې په ۲۰۲۱ز کال کې په خیبر پښتونخوا ، بلوچستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د ځمکلاندې بمونو ۱۱۸ چاودنې شوې وې چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لسګونه وګړي معذوره شوي ول. هغې ادارې تر اوسه د ۲۰۲۲ز کال په اړه رپورټ نه دی خپور کړی.

سازمان په رپورټ کې ویلي ول چې په ۲۰۲۱ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې د ماینونو ۶۲، په بلوچستان کې ۵۲ او د اسلام اباد تر واک لاندې کشمیر کې څلور چاودنې شوې وې چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي او نیمه قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډېوېژن په ګډون په یوشمېر ښاري او کلیوالې سیمې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ناامنۍ ښکار وې او پکې پوځي عملیات هم شوي دي.

له دې پرته په بلوچستان کې له لسیزو راهیسې د بلوڅ بېلتونپاله وسلوالو فعالیتونه او پرضد یې حکومتي عملیات روان دي او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر هم پخوا د ناامنۍ ښکار پاتې شوی دی چې له کبله یې هلته په یوشمېر برخو کې ځمکلاندې بمونه پراته دي چې په چاودنو کې د وګړو د مرګژوبلې سبب کېږي.

د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی. د پوځ پخواني ویاند جنرال بابر افتخار په وروستي ځل د ۲۰۲۱ز کال په پای کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي.

تر هغې وروسته هم پوځ او د قبایلي سیمو انتظاميو او پولیسو چارواکو په بیا بیا رسنیو ته ویلي دي چې هلته د ماین پاکۍ چارې روانې دي خو دا لا روښانه نه ده چې د اووه واړه قبایلي ضلعو څومره برخه تر اوسه له ځمکلاندې بمونو پاکه شوې ده. البته، انتظامي چارواکي وايي چې په هغو ټولو سیمو کې یې ځانګړې نښې لګولې دي چې پکې د ماینونو شتون امکان دی نو ځکه دې ځايي خلک هغو ځایونو ته نه ورځي.

XS
SM
MD
LG