د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماین چاودنو معذورانو خپل پرلت د جنوبي وزیرستان ډپټي کمیشنر دفتر مخې ته یووړ


د جنوبي وزیرستان معذورانو د سېپټېمبر له شپږمې راهیسې په کوټکۍ کې پرلت وهلی وو
د جنوبي وزیرستان معذورانو د سېپټېمبر له شپږمې راهیسې په کوټکۍ کې پرلت وهلی وو

د جنوبي وزیرستان په ماین چاودنو کې معذوره شویو کسانو خپل احتجاجي پرلت په ټانک کې د جنوبي وزیرستان ډپټي کمشنر دفتر مخې ته وړی دی.

مظاهره کوونکو نن مشال ریډيو ته وویل چې د سېپټمبر له شپږمې راهیسې په کوټکۍ کې په پرلت ناست وو چې له درېوو ورځو راهیسې یې خپله دهرنا ټانک ته منتقله کړې ده خو څوک یې تپوس ته نه دي ورغلي. دوی وايي د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې به پر احتجاج ناست وي او مجبور به شي چې بیا اسلام اباد ته ورشي.

مظاهره کوونکي وايي سیمه دې له دې له ماینونو پاکه کړل شي، دوی ته دې خصوصي پیکیج ورکړل شي او په نوکریو کې دې ورته خپله کوټه ورکړل شي.

د جنوبي وزیرستان ډپټي کمشنر خالد اقبال مشال ریډیو ته وویل چې د دوی غوښتنې ورسره په تحریري شکل کې شته او ورسره په شوی موافقې به ژر عمل وشي څو د دوی هر ممکنه مرسته وشي.

سیمه له ماینونوپاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له مهمو غوښتنو څخه ده خو سرکار وايي چې تر ډېره یې ماینونه لیرې کړي دي. خو له وزیرستانونو بیا بیا په ماین چادونو کې د خلکو مرګژوبله رپوټېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG