د لاسرسي ځای

تازه خبر

هسپانیا د بامیانو په برید کې د خپلو وګړو وژل کېدل تاید کړي دي


د بامیان ولایت تاریخي سیمې یوه څنډه ـ انځور له ارشیفه.
د بامیان ولایت تاریخي سیمې یوه څنډه ـ انځور له ارشیفه.

د هسپانیې لومړي وزیر تایید کړې چې په بامیان کې د هغه هېواد وګړي وژل شوي دي.

پیدرو سانچیز پر اېکس په یو بیان کې د هسپانوي وګړو د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه لیکلي دي چې په افغانستان کې د هسپانوي سیلانیانو د وژنې خبر ډېر سخت دی او په دقت سره وضعیت څاري. هغه دا نه دي ویلي چې ګینې په پېښه کې ټول وژل شوي ټول هسپانویان دی که نه.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې حکومت یې په افغانستان کې د حملې له امله اغېزمنو هسپانویانو سره د مرستې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوزه مانویل البارس د مې پر ۱۸مه پر اېکس لیکلي چې دی چې د دوی د دیپلوماتانو یوه ډله کابل ته ځي ترڅو هلته موجود هسپانویانو ته ملاتړ او مرستې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بامیان ولایت په سربازار کې د مې پر ۱۷مه په بهرنیو سیلانیانو برید شوی دی چې لږترلږه درې بهرنیان وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د مې پر ۱۷مه ناوخته پر ایکسپاڼه لیکلي چې په پېښه کې یو افغان او درې بهرنیان وژل شوي او درې افغانان او څلور بهرنیان ټپيان شوي دي.

په دغه ولایت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د مشال راډيو ازادۍ څانګې ته وویل چې په پېښه کې د وژل شویو افغان وګړو شمېر پینځه دی.

بلخوا د طالبانو حکومت وايي، د دې پېښې سره په تړاو یې څلور تنه نیولي دي.

تراوسه چا د حملې ذمه واري نه ده منلي.

د دې پېښې په اړه نړیوالو هم غبرګونونه ښودلي دي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټوماس وېسټ، او د امریکا شارژدافېرې، کرن ډیکر، دواړو د دې حملې په اړه خواشیني څرګنده کړې او د ملکي افغانانو او بهرنیو قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده. اروپايي ټولنې هم په یوه اعلامیه کې دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.

XS
SM
MD
LG