د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت له حکومت ځواب غوښتی چې وزیرستان کې یې د ماینونو پاکولو لپاره څه ګام اخېستي


جنوبي وزیرستان کې د ښخ ماینونو خلاف په کوټکۍ کې د معذورانو احتجاج د روانې سېپټېمبر میاشتې له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې دوام لري. ۲۰۲۱، ۲۱سېپټېمبر
جنوبي وزیرستان کې د ښخ ماینونو خلاف په کوټکۍ کې د معذورانو احتجاج د روانې سېپټېمبر میاشتې له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې دوام لري. ۲۰۲۱، ۲۱سېپټېمبر

پېښور های کورټ د پاکستان له وفاقي حکومته او د خیبر پښتونخوا له صوبايي حکومته پوښتلي چې په قبایلي ضلعو کې په ځمکه کې د ښخ ماینونو ناکارولو لپاره یې تر اوسه څه ګامونه اخېستي دي؟

د سپټمبر پر ۲۳مه په خپله یوه اورېدونه کې عدالت دواړو حکومتونو ته امر کړی دی چې په دې اړه دې په یوه اوونۍ کې دننه (د سېپټېمبر تر ۳۰مې) خپل ځوابونه ووايي.

وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومت او پوځي چارواکو مشال رېډيو ته ویلي چې په جنوبي وزیرستان او قبایلي سیمو کې یې د ماین پاکۍ عملیات کړي دي. خو د دې باوجود بیا بیا په یادو سیمو کې ماشومان، ښځې او سړي د ماین چادونو ښکار کېږي.

د پېښور های کورټ ته وکیل سجاد احمد مسود له خپلو ملګرو سره یوځای د سږني کال په جون میاشت کې عدالت ته په خپل دایر کړي درخواست کې ویلي ول، چې په ټولو قبایلي ضلعو کې او په خصوصي توګه په جنوبي وزیرستان کې ځای پر ځای ماینونه ښخ دي چې بیا بیا د پېښو سبب کېږي او ګڼو خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده

دوی له عدالته غوښتي ول چې دغه ماینونه دې پاک کړي او له ماینونو مړو او ژوبلو کسانو له کورنیو سره دې مالي مرستې وکړي.

له مشال رېډیو سره په خبرو کې وکیل سجاد مسود وویل، په وزیرستانونو کې ماشومان د کیلونو (نانځکو) او ماینونو ترمینځ توپیر نه شي کولای، ځکه چې هغوی د لوبو څیزونه نه دي لیدلي او نه یې پېژنې او د لوبو په نیت یې ورواخلي او مرګ یا ژوبله ورواړوي.

نوموړی زیاتوي د دوی سیمې دې خطرناکې سیمې (ریډ زون) وګرځول شي. کوم کسان چې معذوره شوي د هغوی دې سرکاري درملنه وکړي. او وژل شویو ته دې د شهدا پېکېج ورکړل شي.

د وکیل سجاد وینا وه، تر اوسه یواځې په جنوبي وزیرستان کې تر ۱۷۰ زیاتې پېښې شوې دي، چې تر ۳۰۰ پورې کسان پکې وژل شوي او تر ۸۰۰ ژوبل دي. په زرګونه څاروي مړه شوي دي، او نه هم سرکار د دې ماین چاودنو ښکار کورنیو ته مالي مرستې ورکړې.

بلخوا له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې د جنوبي وزیرستان په کوټکۍ سیمه کې د ځمکلاندو بمونو ښکار وګړي پر احتجاج دي او غوښتنه کوي چې له دوی سره دې سرکار مرستې وکړي او د معذورانو لپاره دې پر ځانګړو څوکیو دوی ته نوکرۍ ورکړل شي.

د جنوبي وزیرستان په لده کې د سکول استاد محمد ممتاز خان وايي چې په ۲۰۱۶ز کال په خپل کور کې د ښخ ماین ښکار شوی او اوس یې بدن کنډو دی:"په ۲۰۱۶ز کال کې اته کاله پس حکومت راته وویل چې سیمه مو پاکه ده ورځئ خپلو کورونو ته. نو کور مو ړنګ وو او یوه کوټه پکې وه او په هغه کې سامان وو نو ما او ورور مې ترې بهر کولو نو هلته پر ښخ ماین مې پښه ورغله او وچاودېدو نو یوه پښه او په دوو لاسونو کنډو شوم او د اودس ماتې لپاره لوټه هم بل کس راکوي. سخت اړ یم، د کور سودا هم نشم کولای، ژوند مې ډېر اغېزمن شوی دی."

د وکیل سجاد مسود ترمخه له ۲۰۰۷ز کال راهیسې په وزیرستانونو کې د وسله والو د مخنیوي لپاره په پوځي عملیاتو کې دغه ماینونه ښخ کړل شوي ول خو لاهم نه دي لیرې کړل شوي.

د جنوبي وزیرستان ولس په بیا بیا خپلې سیمې له ماینونو نه د پاکولو غوښتنه لري. قبایلي ضلعې له ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مهمه غوښتنه هم ده.

XS
SM
MD
LG