د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماین چادونو ښکار جنوبي وزیرستان


فایل تصویر یو ماین هیسته کول کېږي
فایل تصویر یو ماین هیسته کول کېږي

د جنوبي وزیرستان د لده تحصیل یو اوسېدونکی شمس الدین وایي، خپلو بچو ته یې ویلي ول چې په لاره کې له پرتو شیانو سره به لوبې نه کوۍ او نه به په هغو ځایونو کې لوبې کوۍ چې پوځیان پکې پاتې شوې ول.

شمس الدین د جون پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، د ده څلور بچي او یو وراره یې د جون پر لومړۍ نېټه بهر لوبو له ووتل چې په ځمکه کې ښخ بم پرې وچاودېد.

دغه پېښه د لدې په تنګۍ بادنزي کې وشوه. په دغه ماین چاودنه کې د شمس الدین دوه ځامن او یو وراره پر هغه وخت مړه شول، او د ده یوه لور او یو زوی یې ژوبل دي چې دا وخت په ډېره اسماعیل خان کې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

شمس الدین په ډېره اسماعیل کې خپل روزګار کوي خو د ماشومانو د سکولونو په چټیانو کې له خپلې کورنۍ سره خپل کلي ته تللی وو. دی وایي دوی هر کال د ګرمۍ رخصتيانې د خپل کلي په کور کې تېروي.

شمس الدین پخپله پوځي چارواکو ته څو وارې درخواست کړی وو چې د دوی کلی دې له کهلونه بمونو او ماینونو پاک کړي او خپل واړه یې هم پوهول چې د کهلونه بمونو او یا ماینونو په شکل هېڅ شي ته دې لاس نه وروړي.


شمس الدین وايي:"تر ټولو زیات پوځي چارواکو ته ما درخواستونه ورکړي ول چې د دوی کلی دې له ماینونو پاک کړي او تاسو وګورئ چې ما ته یې څه نتیجه راواوښته."

د جون تر پېښې وروسته په مکین کې ځایي خلکو خپله سیمه له ماینونو پاکولو لپاره احتجاج هم وکړ، د سیمې یو مشر او وکیل شېر پاو مسید چې په دغه احتجاج کې یې برخه لرله د جون پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، دوی په خپله سیمه کې د ماینونو د پاکولو څه نه وینې، او نه دغلته د ماینونو د پاکولو کار پیل شوی دی:

"تاسو به د بدر نوم اورېدلی وي ډېره ښایسته سیمه ده خو له ماینونو نه ډکه ده څوک له وېرې نه شي ورتلی، دا شان کاڼي ګرم او تنګي بادنزي کې هم مځکني ماینونه ښخ دي."

له واڼه بازار سره نږدې د خړ پړ کلي یو اوسېدونکی فضل الرحمان د جون پر درېمه مشال راډیو ته وویل، د دوی د کورنی څلور ماشومان پروسږ کال (۲۰۲۰، د اګست پر ۲۸مه) هغه وخت د یوې ماین چاودنې ښکار شول چې کله دوی له خپلو میندو سره یوه واده ته تللی ول، او په دغه ورځ واپس کور ته روان ول، چې پکې یو ماشوم ووژل شو، او د یوې اته کلنې ماشومې پشمول درې نور ژوبل شول.

دی وايي، اوس د چا لاس نشته د چا پښه او د یوې ماشومې سترګه هم لګېدلې ده.

د جنوبي وزیرستان یو اوسېدونکی شاه فیصل غازي د جون پر درېمه مشال راډیو ته وویل د ۲۰۱۶ز کال وروسته یوازې په جنوبي وزیرستان کې په ماین چاودنو کې تر ۲۴۵ زیات کسان معذوره شوي دي چې زیات شمېره پکې د ماشومانو ده.

نوموړي زیاتوي:"په ۲۰۱۶ز کال کې چې کله د سیمې خلک تر کډوالۍ وروسته جنوبي وزیرستان ته ستانه شول نو له دغې وروسته تر ۱۷۶ زیات د ماین چاودنو پېښې وشوې، ډېر ماشومان پکې معذوره هم شول."

راه نجات پوځي عملیات او ماینونه

د سیمې خلک وایي په زیاترو سیمو کې په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نوم په پوځي عملیاتو کې ماینونه خښ کړل شوي دي. د دوی په خبره دا ماینونه زیاتره په هغو ځایونو کې ول، چېرته چې پوځیان پراته ول. خو د پوځ تر وتلو ورسته د دغو ماینونو پاکولو اړخ ته هېڅ پام نه دی شوی.

د جنوبي وزیرستان ځینې مشران وايي، دوی د مایونونو پاکولو په اړه پخپله پوځ ته درخواستونه لیکلي او ځایونه یې هم ورته په نښه کړي دي، خو څه پرمختګ پکې نه دی شوی. د راه نجات په دوران په جنډوله کې هم د ولسي خلکو کورونه ړنګ شوي او دغلته د ځمکلاندو بمونو د ګڼو چاودنو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

جنوبي وزیرستان له ماینونو پاک کړئ

د جنوبي وزیرستان ولس په بیا بیا خپلې سیمې له ماینونو نه د پاکولو غوښتنه لري. قبایلي ضلعې له ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مهمه غوښتنه هم ده. اوس په مکین کې په تازه پرلت کې هم دا د ځایي مشرانو یوه مهمه غوښتنه ده.

د پرلت ګډونوال او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزېب مسيد بېګاه مشال رېديو ته وویل چې په لومړي ځل په ځمکنيو ماینونو کې د وژل شویو لپاره احتجاج کوي او په پرلت کې يې د هغو ماشومانو مړي هم اېښي دي چې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې د دوی ولس د ماین چادونو ډېر کړولی دی، دوی ورته د انصاف غوښتنو لپاره راوتلي دي.

دی زیاتوي چې یوازې د مسیدو په علاقه کې ۱۱۸مه پېښه ده چې پکې تر ۳۰۰ زیات، ماشومان، ښځې او سړي ټپیان شوي دي او د راټول کړیو مالوماتو له مخې ۲۵ تنه پکې وژل شوي دي.

جنوبي وزیرستان کې ماینونه اوس هم خلک وژني
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


عالمزېب مسید وايي، د دې لپاره یې پرلت وهلی دی چې د ماین پاکۍ ټيمونه یې سیمې ته ولاړ شي او ماینونه پاک کړي.

په دې پېښو کې د وژل شویو کسانو لپاره دې د پنجاب په شان شهدا پېکېج ورکړل شي. یاده دې وي چې په پنجاب کې د تېلو ټانکر چاودنې قربانیانو کورنیو لپاره حکومت پیسې اعلان کړې وې. بل د دوی په سیمو کې بره پر کورونو ډرون نه الوزول کېږي، د کلیو په مینځ کې امنیتي پوستې دې ختمې کړل شي.

د جنوبي وزيرستان ډپتي کمشنر خالد اقبال مشال رېډیو ته وويل چې حکومت د مکین له پرلتوالو سره خبرې اترې کړي او د هغو ټولې غوښتنې يې منلې دي چې پکې سیمه له ماینونو د پاکولو خبره هم ده، نوموړی وایي هڅه کوي چې پر دغه مسله کار تېز کړي.

پوځیانو د خپلو ښخ کړو ماینونو نقشه ورکه کړې ده

د جنوبي وزیرستان انتظامي او پوځي چارواکي وایي چې د ماینونو پر پاکولو یې کار پېل کړی او د سیمې اوسېدونکي وایي,"دغلته د ماینونو پاکولو ټیمونه لا هم نه دي تللي، د خیبر پښتونخوا د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند د جنوبي وزیرستان د اسمبلی له غړي نصیرالله خان نه مو د جون پر درېیمه وپښتل چې مسله چېرته ده؟

د ده په خبره، مسله دا ده چې اوس د هغو ځایونو پوره مالومات نشته چېرته چې پوځ ماینونه ښخ کړي ول. دغه ډېر مخکې ښخ کړل شوي ول، ځینې پوځیان پکې اوس ریټایرډ شوي هم دي. موږ له دوی سره خبرې کوو، دوی هم پرې کار روان کړی دې، خو زه نه پوهېږم چې له دوی نه هغه نقشه ورکه شوې که څنګه، چې پکې د ماینونو د خښولو ځایونه وي. وخت هم ډېر تېر شو، خو باید چې دغه سیمه پاکه کړل شي ځکه دغه د ولس ژوند ته خطر جوړوي."

په جنوبي وزیرستان او ځینو نورو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت په پوځیانو او ملېشه ځواک هم د ماین چاودنو پېښې شوي دي چې پکې امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.

XS
SM
MD
LG