د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د ماینونو پاکولو لپاره مظاهره وکړه


پښتون ژغورنې غورځنګ د فبرورۍ پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې مظاهره وکړه چې پکې یې له حکومته د ماینونو د پاکولو غوښتنه یو وار بیا تکرار کړه.

د دوی غوښتنه وه چې جنوبي وزیرستان دې له ماینونو نه پاک کړل شي او په ماین چاودنو کې ژوبلو کسانو ته دې معاوضه ورکړل شي. د سیمې اوسیدونکی وایي په ۲۰۰۹م کال د راه نجات په نوم د پوځي عملیاتو پر وخت ځمکلاندې ماینونه نصب کړل شوي دي چې له هغه وخت راهیسې یې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د صوبایي اسمبلۍ غړي حافظ عصام الدین مشال راډیو ته وویل، د جنوبي وزیرستان د مسودو سیمې اوسېدونکي په ځمکه د ښخ کړل شویو ماینونو له وجې له ستونزو سره مخاخ دي او په سیمه کې موجود پوځي او د مقامي انتظامیې چارواکي دې د ماینونو پاکولو لپاره اقدامات وکړي.

د مځکلاندې بمونو یا ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ په بنیادي غوښتنو کې شامل دي.پښتون ژغورنې غورځنګ وخت پر وخت په جنوبي، شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د نورې بدامنۍ ترڅنګ هلته د ښخو ماینونو نه پاکولو پرضد اجتجاجونه کوي.

د پاکستان حکومت او پوځ تر دې وړاندې هم ویلي چې د ماینونو پاکولو لپاره یې ډلې جوړې کړې دي او هغوی پر دې کار کوي.

د حکومت او پوځ پر ادعاوو سربېره په بیا بیا په وزیرستان کې د ماین چاودنې کېږي چې له کبله یې زیاتره وخت کم عمره ماشومان د تل لپاره معذوره شي.

له سیمې څخه د پېښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر عالمزېب مسید له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي چې تر اوسه په وزیرستانونو کې د ماینونو د چاودېدو ۱۶۲ پېښې مخې ته راغلي دي چې شاوخوا ۲۵۰ ماشومان، ښځې او سړي پکې ټپیان او وژل شوي دي.

ډېره اسماعیل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG