د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې يو ماشوم د ماین په چاودنه کې ژوبل شوی


په خیبر کې د یوې چاودنې وروسته ځايي خلک د مرستې لپاره راغونډ شوي دي ـ پخوانی انځور
په خیبر کې د یوې چاودنې وروسته ځايي خلک د مرستې لپاره راغونډ شوي دي ـ پخوانی انځور

د خیبر ضلعې په باړه کې ۱۳کلن ماشوم د ځمکلاندې بم يا ماين په چاودنه ژوبل شوی دی.

د خیبر یو پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو پر شرط د مارچ پر ۳۱ مشال راډیو ته وویل، پېښه پرون (د مارچ پر ۳۰مه) د باړې په ملک دین خېلو کې شوې ده. هغه وویل، د ماشوم نوم عزیز دی او د پېښې په اړه يې مقدمه لیکلې ده.

د ژوبل ماشوم پلار سلطان اپرېدي لخوا په مقدمه کې لیکل شوي چې تېر ماښام عزیز له خپل کور سره نېږدې غره ته څاروي بیولي ول، چې هلته ورباندې ښخ شوی ماین وچاودېد چې له امله یې د ماشوم پښې او لاسونه ژوبل شوي دي.

عزیز دا مهال د پېښور په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

تر دې وړاندې هم د خیبر په باړه او تیرا کې د ماینونو په چاودنو یو شمېر کسان ژوبل شوي دي.

د ۲۰۲۱ز کال په جون کې هلته د ناچاودیدلې مرمۍ په چاودنه د یوه کور پينځه غړي وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي ول. د پېښې پر ضد د خیبر خلکو څو ورځنی احتجاجي پرلت هم وهلی وو. احتجاج د خیبر د انتظامي او امنیتي چارواکو لخوا د ماینونو پاکولو تر ډاډ وروسته پای ته رسېدلی وو.

ځایي خلک وایي، په هغو سیمو کې تر ځمکې لاندې اېښودل شوي ماینونو د تېرې ناامنۍ پر مهال امنیتي ځواکونو او وسلوالو یو بل ته ښخ کړي ول.

د پاکستان پوځ وایي، له قبایلي سيمو له یو شمېر برخو یې ماینونه پاک کړي او په نورو کې یې د ماین پاکۍ بهیر ته دوام ورکړی دی، خو ځايي وګړي وايي چې لا هم هلته ښځ ماينونه د هغوی لپاره د خطر سبب ګرځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG