د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش په بامیان کې د بهرنیانو د وژلو ذمه واري منلې


AFGHANISTAN-ATTACK/ATTACKS
AFGHANISTAN-ATTACK/ATTACKS

د اسلامي دولت وسلوالې ډلې خراسان څانګې د افغانستان په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید زمه واري منلې ده.

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې داعش ډلې د مې پر ۱۹مه په خپل ټېلېګرام کې د دې برید مسوولیت منلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د مې پر ۱۸مه ویلي ول چې د بامیان په مرکز کې نامعلومو وسله ‌والو د مې پر ۱۷مه د درېیو بهرنیانو په ګډون شپږ کسان وژلي وو.د دوی په وینا، په هغه پېښه کې د څلورو بهرنیانو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي هم وو.

نوموړي دا هم ویلي وو چې د دې پېښې په تړاو اووه کسان نیول شوي دي. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې درې وژل شوي کسان د دغه هېواد وګړي دي.

د دې پېښې په اړه نړیوالو هم غبرګونونه ښودلي دي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټوماس وېسټ، او د امریکا شارژدافېرې، کرن ډیکر، دواړو د دې حملې په اړه خواشیني څرګنده کړې او د ملکي افغانانو او بهرنیو قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده. اروپايي ټولنې هم په یوه اعلامیه کې دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG