د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان معذورانو او اوسېدونکو د حقونو لپاره مظاهرې کړې دي


د جنوبي وزیرستان معذورانو او اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې هم د خپلو حقونو لپاره احتجاجي پرلت وهلی وو.
د جنوبي وزیرستان معذورانو او اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې هم د خپلو حقونو لپاره احتجاجي پرلت وهلی وو.

د جنوبي وزیرستان د سره روغې او انګور اډې اوسېدونکو او معذورانو په جلا، جلا مظاهرو کې له حکومته غوښتي چې هغه سیمې دې له ځمکلاندې بمونو پاکې کړي، معذورانو ته دې اسانتیاوې پیدا کړي او د ناامنیو په کلونو کې دې د خلکو د کورونو تاوان ورکړي.

د معذورانو د ټولنې مشر دین محمد وزیر د اګست پر ۱۴مه په انګور اډه کې د مظاهرې پر مهال مشال راډیو ته وویل، د جنوبي وزیرستان په بېلابېلو برخو کې د ماینونو چاودنو یوشمېر کسان معذوره کړي دي نو صوبايي حکومت دې د پنجاب په څېر معذورانو ته حقونه ورکړي او د ژوند په چارو کې دې ورته اسانتیاوې پیدا کړي.

په سره روغه کې د مظاهرې یوه ګډونوال اسحاق مسید وویل، په جنوبي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له وجې ډېری خلک د ړنګو کورونو او دوکانونو له حکومتي معاوضې بې برخې پاتې دي. ده همداراز وویل چې په سیمه کې موبایل ټېلېفون انټرنېټ هم تړلی دی چې له وجې یې خلک له مشکلاتو سره مخامخ دي.

مسید زیاته کړه چې د سره روغې اوسېدونکي ځانونه "په پاکستان کې ازاد" نه بولي نو ځکه یې د هغه هېواد د جوړېدو ۷۵مې کلیزې پر ورځ مظاهره وکړه.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو ضد عملیات کړي ول. اسلام اباد د ناامنیو او عملیاتو پر مهال خلکو ته د زیانمنو او ړنګو کورونو او دوکانونو تاوان ورکوي.

د جنوبي وزیرستان انتظامیه اکثر د امنیتي ګواښونو له وجې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ هم تړي.

د هغې سیمې انتظامي مشر امجد معراج تر مظاهرو وروسته مشال راډیو ته وویل، د معذورانو او د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنو پوره کولو هڅې کوي.

ده وویل، د هغو سیمو له اوسېدونکو سره یې لیدلي دي او ورته یې ډاډ ورکړی چې مشکلات به یې هوار کړي.

معراج وايي، د خلکو یوشمېر مسلې یې هوارې کړې هم دي. ده د اګست پر ۱۴مه د خلکو پر احتجاج انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې د مظاهرو لپاره د پاکستان د خپلواکۍ ورځې انتخابول مناسب نه ول.

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي، د هغې ضلعې په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو په کلونو کې او وروسته په عملیاتو کې ماینونه ښخ شوي ول چې په چاودونو کې یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې.

خو د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، ماینونه وسله والو ښخ کړي او ځینې ماینونه په ۱۹۸۰ز لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پرضد د وسله والې جګړې پر مهال ښخ شوي ول.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG