د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناحکومتي سازمان: ۲۰۲۱ز کال کې پاکستان کې د ماینونو ۱۱۸ چاودنې شوې وې


امنیتي سرتېري په جنوبي وزیرستان کې د ځمکلاندې بم چاودنې ځای معاینه کوي - پخوانی انځور.
امنیتي سرتېري په جنوبي وزیرستان کې د ځمکلاندې بم چاودنې ځای معاینه کوي - پخوانی انځور.

یو ناحکومتي سازمان وايي چې په ۲۰۲۱ز کال کې په خیبر پښتونخوا ، بلوچستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د ځمکلاندې بمونو ۱۱۸ چاودنې شوې وې چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده او لسګونه وګړي معذوره شوي دي.

په پاکستان کې د دوامداره سولې او پرمختیايي چارو سازمان (اېس پي اې ډي او) د ډېسېمبر پر ۲۰مه په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې د مایونونو ۶۲، په بلوچستان کې ۵۲ او د اسلام اباد تر واک لاندې کشمیر کې څلور چاودنې شوې وې چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

سازمان وايي، د ۲۰۲۲ز کال پېښو په اړه رپورټ په ۲۰۲۳ز کال کې خپروي.

سازمان دا رپورټ پر داسې مهال خپور کړی دی چې په ۲۰۲۲ز کال کې هم په پاکستان کې د ماینونو یوشمېر چاودنو خلکو ته مرګژوبله واړوله. د ډېسېمبر پر ۱۰مه د جنوبي وزیرستان په مکین کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې یو ۱۲ کلن ماشوم ووژل شو او دویم ۱۴ کلن هلک ژوبل شو.

خيبر کې د ماين چاودنې ښکار هلک پلار وايي د زوی د درملنې وس نه لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

د خیبر پښتونخوا د قبایلي او نیمه قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډېوېژن په ګډون په یوشمېر ښاري او کلیوالې سیمې په تېرو څه د پاسه ۱۵ کلونو کې د ناامنۍ ښکار ول او پکې پوځي عملیات هم شوي دي.

له دې پرته په بلوچستان کې له لسیزو راهیسې د بلوڅ بېلتونپاله وسلوالو فعالیتونه او پرضد یې حکومتي عملیات روان دي او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر هم پخوا د ناامنۍ ښکار پاتې شوی دی چې له کبله یې هلته په یوشمېر برخو کې ځمکلاندې بمونه پراته دي چې په چاودنو کې د وګړو د مرګژوبلې سبب کېږي.

د پاکستان امنیتي سرتېري د بلوچستان په ډېره بګټي کې د ځمکلاندې بم چاودنې ځای ګوري - پخوانی انځور.
د پاکستان امنیتي سرتېري د بلوچستان په ډېره بګټي کې د ځمکلاندې بم چاودنې ځای ګوري - پخوانی انځور.

د تلپاتې سولې او پرمختیايي چارو سازمان مشر رضا شاه خان د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې له حکومته یې د ځمکلاندې بمونو د پاکولو غوښتنه کړې ده.

دی زیاتوي، د خیبر پښتونخوا په جنوبي او شمالي وزیرستانونو کې ماینونو د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مشر عالمزېب مسید چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د ځمکلاندې بمونو د پېښو په اړه معلومات غونډوي، وايي چې په بیا بیا یې له حکومته د ماینونو پاکولو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه دا "کار په سمه توګه نه دی شوی."

مسید زیاتوي چې حکومت داراز د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره د مرستو جامع پالیسي هم نه ده جوړه کړې.

خو په خیبر پښتونخوا کې ضلعي انتظامیو په تېرو کلونو کې د ماینونو د چاودنو ښکار کسانو له کورنیو سره مرستې کړې دي.

البته په تېرو وختونو کې د ماینونو په چاودنو کې زیانمنو خلکو له حکومته د تاوان غوښتنې لپاره احتجاجونه هم کړي او په عدالت کې یې مقدمې هم دایرې کړې دي.

د دې په ځواب کې د پېښور های کورټ پر چارواکو غږ کړی وو چې د معلوماتو تر لاسه کولو يا د ولس له خوا د ځای له ورښوولو سره سم دې کاروايي وکړي او ماینونه دې پاک کړي.

عدالت د ۲۰۲۱ز کال په جون کې پر چارواکو غږ کړی وو چې د چاودنو ښکار خلکو کورنیو ته دې تاوانونه ورکړي.

اخوا د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ پخواني ویاند جنرال بابر افتخار په ۲۰۲۱ز کال کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي او په دې اړه یې کار ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG