د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي‌وزيرستان کې وسله والو يو ځايي سیاسي فعال او ماين ۲ ماشومان ژوبل کړي


زخمي ثناالله په روغتون کې د درملنې په وخت
زخمي ثناالله په روغتون کې د درملنې په وخت

په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې دوه ماشومان د ماين په چاودنه کې او يو ځايي سیاسي فعال په وسله واله حمله کې زخمي شوي دی.

د میرامشاه تاڼې یو چارواکي عمر خان مشال راډیو ته وویل چې د ماين چاودنه د اپرېل پر لومړۍ نېټه اکاونټ دفتر ته نیږدې شوې ده. نوموړي وویل چې دا چاودنه هغه مهال شوې چې دا ټپي شوي ماشومان د سکول تر رخصتۍ وروسته کور ته روان وو. ده وویل چې د دواړو ماشومانو عمرونه لس کاله دي او روغتیايي حالت یې له خطرې بهر دی. چا تر اوسه د دې چاودنې زمه واري نده منلې.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې له کلونو راهسې په مځکه کې د ښخ کړل شویو بمونو یا ماینونو چاودنې کېږي. د دې له کبله په مجموعي توګه زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مارچ پر ۳۱مه د خیبر په باړه کې ۱۳کلن ماشوم د ماین په چاودنه کې ژوبل شوی وو. ځايي خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ په وار وارد ماینونو پاکولو لپاره احتجاجونه کړي دي. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې زر تر زره د دوی په سیمه کې ښخ کړي بمونه پاک کړي.

حکومتي‌ او پوځي چارواکو هم په بیا بیا ویلي چې د دې لپاره کار روان دی خو بیا هم په پرلپسې توګه داسې چاودنې کېږي.

پر‌ ځايي سیاسي فعال برید

وسله والو د اپريل په لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان په ایپي سیمه کې یو ځايي‌ کس په هدفي برید کې په ډزو ټپي کړی دی. د میرعلي او میرامشاه دوو چارواکو مشال راډیو ته وویل چې مخ پټو وسله والو د اپرېل پر لومړۍ نېټه پر ثناالله نومي کس ډزې کړې دي او هغه یې ټپي کړی دی.

ثناالله د پيپلز پارټۍ ځايي سیاسي فعال او د ملي جمهوري غورځنګ د يو غړي، عادل داوړ ورور دی. هغه په بنو روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د ثناالله ورور عادل داوړ د اپريل په لومړۍ نېټه، مشال راډیو ته وویل چې وسله والو په وار وار ګواښونه ورته کړي وو. د ملي جمهوري غورځنګ مشر، محسن داوړ پر ټويټر دا حمله غندلې ده.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري‌نه ده منلې.

د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو او په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې له کلونو راهیسې هدفي بریدونه روان دي. د دې پرضد ځايي ولس او پښتون ژغورنې غورځنګ په وار وار پراخ احتجاجونه هم کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې سږ کال تر اوسه دا لسم برید دی. په ۲۰۲۲م کال کې هلته ټول ۴۷ هدفي بریدونه شوي وو. په دې بریدونو کې ګڼ کسان وژل شوي او ټپي شوي‌ دي.

تحريک طالبان پاکستان چې په قبايلي سيمو کې د اکثرو بریدونو ذمه واري اخلي، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د مارچ په میاشت کې یې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې ۴۲ حملې کړې دي. دې ډلې په دغه مياشت کې د پاکستان په دوو نورو صوبو، پنجاب او سند کې کومه حمله نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG