د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو تر مينځ نښته له پکتيا وروسته خوست ته هم غځېدلې


ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان د خوست سرحدي سيمه ـ پخوانی انځور
ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان د خوست سرحدي سيمه ـ پخوانی انځور

د فغانستان د پکتیا له ډنډ پټان وروسته د مې پر ۱۶مې شپې مهال د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ کې هم د طالبانو د سرحدي ځواکونو او د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو تر مينځ د درنو وسلو ډزې شوې دي.

ځايي اوسیدونکو د مې پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې ډزې د شپې له دوه بجو څخه پیل شوې او د سهار تر لمر خاته يې دوام وکړ، خو د هغوی په وينا، اوسمهال دواړو خواوو ته ډزې بندې شوې دي.

ځايي اوسیدونکي ادعا کوي چې د توغندیو برید د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو لخوا پیل شوی دی.

د دوی په وینا، د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو د درنو وسلو ځینې مرمۍ د ځاځي میدان د خلکو پر کورونو او سیمو هم لګېدلي، خو ځاني تلفات نه لري.

د ځاځي میدان خلک وايي، د پاکستان د پوله ساتو او د افغانستان له لوري د ځواکونو تر مينځ پخوا په دې کچه د لویو وسلو جګړه نه وه شوې.

پاکستانيو ځواکونو د تازه نښتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. بلخوا په کابل او اسلام اباد کې چارواکو هم په دې اړه په رسمي توګه تر دا دمه څه نه دي ویلي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د امنيتي سرچينو او ځايي مشرانو په وينا، د دواړو لوريو ترمينځ لومړۍ نښته د مې پر ۱۳مه د کورمې په ماڼو جبه سر کې وشوه چې په نتيجه کې يې د پاکستان پوځ څلور سرتېري ژوبل شول.

ځايي مشرانو مشال راډيو ته د امنيتي ځواکونو په حواله ويلي چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د بيا رغولو تر څنګ لږ نور تعميراتي کار روان وو چې افغان طالبانو بريد وکړ. له هغه وروسته د پکتيا د ډنډ پټان او د کورمې د خرلڅيو ترمينځ سرحدي دروازه تړل شوې چې لا هم نه ده پرانيستل شوې.

د طالبانو حکومت د مې ۱۳مې په جګړه کې د اوښتي زيان او د نښتې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو تر مينځ دويمه نښته د مې پر ۱۵مه وشوه چې د پاکستان د امنيتي سرچينو په وينا يو پاکستانی سرتېری پکې وژل شوی او د يو عام وګړي او يو پوليس په ګډون شپږ سرتېري پکې ژوبل شوي دي.

د خرلڅيو یو مشر عمران علي د مې پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل د مې ۱۵مې جګړه ډېر ژر د پولې دواړو غاړو ته پرتو يوشمېر سيمو ته وغځېدله چې پکې د لويو وسلو استعمال هم وشو.

اخوا د طالبانو حکومت د مې ۱۵مې په نښتو کې د خپلو شپږو سرتېرو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.

ځايي مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې د جګړې له وېرې د ځینو سیمو خلکو کډې کول هم پيل کړي دي.

یو ځايي سوداګر حاجي مصایب حسین د مې پر ۱۵مه مشال راډیو وويل چې د جګړې له پيلېدو وروسته د پکتيا او خرلڅيو ترمينځ لاره د هر ډول تجارت پرمخ هم تړل شوې ده او داوړو غاړو ته په مالونو ډک ګاډي ولاړ دي.

تر دې وړاندې هم، د مارچ پر ۱۸مه، د پکتيا او کورمې ترمينځ په خرلڅيو او بوړکي سیمو کې د افغان طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ نښتې شوي وې او د مارچ تر ۲۳مې پورې د هر ډول تګ راتګ لپاره لاره تړل شوې وه.

د کورمې خرلڅیو لار هره ورځ له نهو تر پینځو بجو پورې خلاصه وي چې په تجارتي مالونو بار نېږدې ۱۵۰ ګاډي پرې تېرېږي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان حکومت پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.

د افغانستان د هغه مهال حکومت د باړ لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې وکړ چې ورسره د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقات ترینګلي شوي ول. خو پاکستان د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ.

XS
SM
MD
LG