د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او بل یې ټپي کړی


پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو اساسي غوښتنو کې یوه دا هم وه چې د پاکستان پوځ دې له قبایلي سیمو ټول ماینونه پاک کړي. 
پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو اساسي غوښتنو کې یوه دا هم وه چې د پاکستان پوځ دې له قبایلي سیمو ټول ماینونه پاک کړي. 

په جنوبي وزیرستان کې په یوه ماین چاودنه کې یو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی او یو ۱۴ کلن هلک ژوبل شوی دی.

د مکین سیمې تاڼېدار فرحان خان د ډېسېمبر پر لسمه مشال راډیو ته د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا پېښه د مکین په خوجي کلي کې شوې ده.

ده وویل، "پر دې ماشومانو پرون هغه وخت په مځکه کې ښخ بم وچاودید چې دوی تر سکول وروسته لرګي ټولول."

فرحان خان وویل چې زخمي شوی ماشوم یې د علاج لپاره اول رزمک او بیا یې ډېره اسماعیل خان ته لېږلی دی.

دا لومړی ځل نه دی بلکې په یو شمېر قبایلي ضلعو او په ځانګړې توګه په جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان تر له کلونو راهسې داسې پېښې په دوامداره توګه روانې دي.

خيبر کې د ماين چاودنې ښکار هلک پلار وايي د زوی د درملنې وس نه لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو اساسي غوښتنو کې یوه دا هم وه چې د پاکستان پوځ دې له قبایلي سیمو ټول ماینونه پاک کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ هغه وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ تر پرلتونو او احتجاجونو وروسته اعلان کړی وو چې د دې ماینونو پاکولو کار یې پیل کړی دی خو لا هم سر ته نه دی رسېدلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزیب مسید مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې تر دې مخکې هم په داسې پېښو کې ماشومان او ښځې وژل شوي او یا معذوره شوي دي.

نوموړي وویل چې د ډېسېمبر پر ۱۱مه په ټانک کې د مسیدو په احتجاج کې به له حکومته بیا دا غوښتنه کوي چې سیمه دې له ماینونونو څخه پاکه کړي.

نوموړي وویل چې د دوی له راټولو کړو شمېرو سره سم یوازې په جنوبي وزیرستان کې تر اوسه داسې ۲۲۷ پېښې شوي دي چې پکې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او شا او خوا ۳۰۰ پکې اغیزمن شوي دي.

د عالمزېب مسید په وینا، په ماین چاودونو کې د وژل شویو زیاتره ماشومان دي.

د ماین په چاودونو کې زیانمن شویو خلکو له حکومت څخه د تاوان غوښتنې لپاره احتجاجونه هم کړي چې بیا یې غوښتنې تر عدالتونو رسېدلې وې.

د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۰مه نېټه په پېښور هایکورټ کې د جنوبي وزیرستان پينځو وکیلانو یو درخواست جمع کړی وو چې پکې له عدالته غوښتنه شوې وه چې حکومت دې له قبايلي سيمو ټول ماينونه پاک کړي او په ماين چاودنو کې له وژل شويو او اغېزمنو کسانو سره دې مالي مرسته وکړل شي.

د پېښور هايکورټ پر چارواکو غږ کړی وو چې د معلوماتو تر لاسه کولو يا د ولس لخوا له ځای ورښوولو سره سم دې کارروايي وکړي او ښخ کړل شوي ماينونه دې وکاږي.

دا ماینونه د پاکستان پوځ هغه وخت یښي وو چې هلته یې د وسله والو پرضد عملیات کول خو اوس یې هغه سیمې له وسله والو پاکې اعلان کړې دي او ماینونه یې لا نه دي ټول کړي.

XS
SM
MD
LG